(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۳) د روڼتيا نړيوالې ادارې د ۲۰۱۷م کال د فساد له پلوه د نړۍ د پاکو او فاسدو دولتونو نوملړ خپور کړی چې افغانستان پکې يو ځل بيا څلورم ځای خپل کړی دی.
د شفافيت نړيوالې ادارې، ۱۸۰ هېوادونو ته د سل او صفر تر منځ نومرې ورکړي چې سل تر ټولو پاک هېواد بلل کېږي او صفر تر ټولو فاسد او افغانستان په ۱۷۷ يمه شمېره کې راغلی دی.
د راپور پر بنسټ، افغانستان د نړۍ د هغو څلورو هېوادونو په نوملړ کې څلورم ځای خپل کړی چې تر ټولو زيات اداري فساد پکې موجود دی او تېر کال د فساد او درغلۍ سره د مبارزې په برخه کې ناکام پاتې شوی دی.
افغانستان د سل شميرو څخه پنځلس نومرې وړي او له افغانستان وروسته سوريې څوارلس، جنوبي سوډان دولس او سوماليا اته نومرې وړي او دغه هېوادونه د نړې تر ټولو فاسد هېوادونه بلل شوي دي.
افغانستان ته په ۲۰۱۶م کال کې هم پنځلس نومرې ورکول شوې وې او د نړۍ د څلورم فاسد هېوادونو په لیست کې راغلی و.
د شفافيت نړيوالې ادارې د راپور پر اساس، نيوزلنډ له فساد څخه تر ټولو پاک او سوماليا تر ټولو زيات په فساد ککړ هېوادونه ښودل شوي دي.
دغه راز ، پاکستان ته ۳۲ نومرې ایران ته۳۰ نومرې ورکول شوي چې پاکستان د نړۍ ۱۱۷ او ایران د نړۍ ۱۳۰ فاسد دولتونه ښودل شوي دي.
همدارنګه، نيوزلنډ له سلو څخه نهه اتيا نومرې وړي او ډنمارک له سلو اته اتيا نومرې وړي او د نړۍ دويم او درېيم پاک دولتونه ياد شوي دي.
افغانستان کې د ملي يووالي حکومت تر ټولو کلکه ژمنه د اداري فساد پر وړاندې مبارزه وه، خو که راپور ته وکتل شي لا هم افغانستان د فساد له پلوه هيڅ پرمختګ نه لري او داسې ښکاري چې په هېواد کې فساد ژورې رېښې لري او نوی حکومت يې هم په مخنيوي کې پاتې راغلی دی.
په عين حال کې افغانستان کې د اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې عمومي رئيس حسين فخري وايي، چې تير کال د اداري فساد پرضد کافي مبارزه نه ده شوې.


















