پاکستان: د مارچ په لومړۍ نېټه د افغان کډوالو د ستنېدلو لړۍ پيلېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۷) د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو د وزارت مطبوعاتي سلاکار حفيظ احمد مياخيل وايي، د مارچ له لومړۍ نيټې څخه به له پاکستان څخه هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته ستنېدلو لړۍ يو ځل بيا پيل شي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدلو دغه بهير درې مياشتې مخکې بند شوی و.

خو د مياخيل په خبره، څو ورځې وروسته به د افغانانو د ستنېدلو لړۍ يو ځل بيا پيل شي او هغه افغانان چې په خپله خوښه هېواد ته ځي په تدريجي ډول او په عزت سره به ستانه شي.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په يوه بیان کې وويل، هغه افغانان چې په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستنېږي او نوم ليکنه ونه کړي، له مرستو به پاتې شي.

څو ورځې مخکې يونيسيار ويلي و، چې بېرته ستنېدونکو پي او آر کارت لرونکو افغانانو سره به د ۲۰۰ ډالرو مرسته جاري وساتي او هغه کسانو چې نوي ای سي سي کارتونه ترلاسه کړي هغوی سره به د ۲۰۰ ډالرو مرسته نه کېږي.

په وروستيو درې کلونو کې څه د پاسه دوه ميليونه افغانان بيرته خپل هېواد ته راستانه شول خو په افغانستان کې د نا امنۍ، بې روزګارۍ او ګډوډيو له کبله زیاتره يې په هېواد کې دننه، نورو هېوادونو او يا هم بيرته پاکستان ته کډوال شول.

د فبرورۍ په شماړلسمه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې OCHA په يوه راپور کې وويل، په افغانستان کې د ننه ۷۰۰زره کسان له خپلو سيمو بې ځايه شوي دي، چې لامل يې نا امني او جنګ جګړې ښودل شوي دي.

په پاکستان کې ميشت کډوالو دوه مياشتې مخکې د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې وه چې د دوی د اوسېدو نېټه دې نوره هم وغځوي او تر هغې چې په افغانستان کې امن نه وي راغلی دوی ته دې په پاکستان کې د اوسېدو نېټه د څو نورو کلونو لپاره تمديد کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button