د کرکټ ملي لوبډله سبا له ويسټ انډيز سره لوبه کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۷) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا د سې شنبې په ورځ د ويسټ انډيز له ملي لوبډلې سره لومړنۍ تمريناتي لوبه کوي.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وايي، افغان لوبډله دا مهال په زمبابوی کې ده او د لوبو لپاره يې ښه تمرينات کړي دي.
افغانستان او ويسټ انډيز په هغو لسو لوبډلو کې داخل شوې چې په خپل منځ کې تر لوبو وروسته به يې له ډلې دوه لوبډلې د ۲۰۱۹م د نړيوال جام سياليو لپاره غوره کېږي.
ټاکل شوې ده، د افغانستان دوهمه تمريناتي لوبه له ويسټ انډيز وروسته د مارچ په لومړۍ نېټه د هالند له لوبډلې سره ترسره شي.
د معلوماتو پر بنسټ، د دغې لړۍ لومړۍ لوبه د افغانستان او سکاټلنډ تر منځ د مارچ په څلورمه نېټه کېږي او له هغې وروسته به له نورو لوبډلو سره مقابله کوي.
افغانستان ته پکار ده، د يادو لسو لوبډلو څخه ټولې لوبې وګټي يا لومړی او يا هم دوهم مقام خپل کړي او د ۲۰۱۹م د نړيوال جام سياليو ته لاره پيدا کړي.



