پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه راپور تاژ

بلک واټر د افغانستان پر کانونو د ولکې په هڅه کې

ح جلال نشرونکی: ح جلال
فبروري 26, 2018
کټګوریانې: راپور تاژ
0
601
ځلې شریک شوی
359
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

راپوتاژ: الماس خدرخېل —–  امریکايي بدنامې پوځي کمپنۍ بلک واټر يو ځل بيا د دې هڅه پيل کړې چې د افغانستان پر کانونو ولکه ټينګه کړي.

يوې باوري سرچينې کابل نيوز ته ويلي، د بلک واټر کمپنۍ مشر ايريک پرنس د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ته د افغانستان د کانونو د امنیت ټينګولو عرض پاڼه سپارلې تر څو يې مسئوليت دغې کمپنۍ ته وسپارل شي.

دا هم ولولئ

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

د وروستیو جریاناتو او ټي ټي پي په اړه د اسلامي امارت د وياند د کنفرانس متن/ د استانبول د مذاکراتو، د TTP او بې‌ځايه شويو قبایلو په اړه څرګندونې

سرچينه زياتوي، د بلک واټر مشر په کابل کې خپل دفتر پرانيستلی او دوه تنه افغانان چې په امنيتي برخه کې پوره تجربه لري د مشاورينو په توګه ټاکلی دي.

تر اوسه بلک واټر کمپنۍ د کانونو قرارداد په ترلاسه کولو نه ده بريالۍ شوې خو د سرچينې په وينا هڅې يې پيل کړي او په دې برخه کې يې يو شمير افغانان مرسته کوي.

بلک واټر چې په افغانستان او عراق کې ښه مخینه نه لري او د عامو خلکو په زورونه، شکنجو، قتلونو او خپلسريو زندانونو تورنه کمپنۍ ده، څه موده مخکې داسې راپورونه ورکول شول چې د امريکا ولسمشر ټرمپ ته يې يوه طرحه لېږلې او له هغه غوښتنه شوې وه چې د افغانستان کانونه دې بلک واټر ته وسپارل شي چې دوی يې استخراج کړي.

پرنس په دغې طرحه کې ويلي و چې چين غواړي په افغانستان او سيمه کې اقتصادي نفوذ پراخ او د دغې هېواد کانونو راسپړلو اراده لري خو زياته کړې يې وه چې امريکا بايد له چين وړاندې د افغانستان کانونه استخراج کړي.

دغه راز سپوټنيک خبري اژانس په تېر دسمبر مياشت کې د پرنس له قوله ولیکل، چې دی غواړي د افغانستان جګړه په لاس کې واخلي او له دې لارې د هېواد د کانونو د استخراج چارې پيل کړي.

هغه طرحه چې د افغانستان په اړه د پرنس له لوري رسنيو ته رسېدلې وه، پکې راغلي و چې افغانستان له يو تريليون ډالرو د زياتو پيسو خوندي زيرمې او کانونه لري او دی چمتو دی چې د خپلې کمپنۍ د پوځي ځواک په مټ دغه زيرمې راوباسي.

تېر کال هم ايريک پرنس له امريکا څخه غوښتي و چې د افغانستان جګړه دې بلک واټر خصوصي کمپنۍ ته وسپاري.

په عين حال کې د روڼتيا څار بنسټ مسئولين، له افغان چارواکو سره په دې اړه د بلک واټر کمپنۍ د مشر ايريک پرنس خبرې تاييد کړي دي.

خو د کانونو او پطروليم وزارت د کانونو د ساتنې په برخه کې له يوه خصوصي امریکايي کمپنسۍ سره اړيکې ردوی او زياتوي چې بهرنيان او په ځانګړي ډول امريکايان د افغانستان د کانونو د استخراج په برخه کې دلچسپي لري او حکومت هم له دا ډول پانګونې هرکلی کوي.

بايد وويل شي، چې د بلک واټر امریکايي کمپنۍ د پخواني ولسمشر حامدکرزي د دورې پر مهال په افغانستان کې پوځي ماموريت کړی او په شخصي زندانونو کې يې ډیری افغانان شکنجه کړي، ترور کړي او وژلي دي.

مخکینې مطلب

بلک واټر د افغانستان د کانونو د لوټ په موخه په کابل کې دفتر پرانیستی

بل مطلب

پاکستان: د مارچ په لومړۍ نېټه د افغان کډوالو د ستنېدلو لړۍ پيلېږي

ځانګړي مطالب

خبرونه

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

نشرونکی: ح جلال
مارچ 3, 2026
افغانستان

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 31, 2025
افغانستان

د وروستیو جریاناتو او ټي ټي پي په اړه د اسلامي امارت د وياند د کنفرانس متن/ د استانبول د مذاکراتو، د TTP او بې‌ځايه شويو قبایلو په اړه څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
نوومبر 8, 2025
خبرونه

سي آی ای، ولې افغانستان کې ناکامه شوه؟ د الجزيرې ځانګړی راپور

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 8, 2025
راپور تاژ

له اټومي توغندیو تر پرمختلليو روباټونو؛ د چین د ځواک ننداره

نشرونکی: احسان تکل
سپتمبر 3, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    16 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com