لیکوال عزام حقاني
علماء کرام درسول الله صلی الله علیه وسلم وارثان دي، لکه څنګه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دجاهلیت ، کفر او تورتم په تیاروکي راګیر جهان ته رڼا ورکړه، او د الله جل جلاله په مرسته یې داسي یو جامعه تأسیس کړه چي انسان ته دانسان په نظر وکتل شول او هر انسان یې خپلو ملکفیتونو ته متوجه کړ او دټولو انسانانو حقوق په کي خوندی کړل شول، آن حیوانات او نباتات یې هم له برکتونو برخمن شول،
دالله جل جلاله سنت وو چی هر ذی روح لره فناء او اخیر وي نو یې خپل استازی او محبوب پیغمبر له دي فاني دنیا څخه واخیست او دابد په لوریې رخصت کړ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم
خپله دنده او وظیفه علماوو ته وسپارله
علماوو دا مقدسه دنده چي په ځمکه دالله ددین خورول انسانان دانسانانو له غلامي او عبادت څخه ژغورل، دیو سوچه اسلامي عقیدې رسول دنیاهري برخې ته او بالاخره دیو اسلامي نظام قائمول وو په ښه شان ترسره کړه .
مسلمانانو وکولی شول چي په لږو افرادو او کمزورو وسائلو یو لویه امپراطوري جوړه کړي چي په رأس کې یې علماء وو ،
تر هغو پوري مسلمانان دعزت او قدرت خاوندان وو له کله چي علماؤ خپل مسؤلیت ته پابنده وو، ددین په خاطر یې دحاکمانو هره ناروا کړنه په زغرده بیانوله، دامت د وحدت دشریعت دنفاذ او دخلافت لپاره یې دسرونو په قربانۍ کوششونه کول څومسلمانان سره ونه پاشل شي، دالړۍ دولسمې پیړۍ پوری روانه ووه که څه هم
په اواخرو کي ډیره کمزورې وه خو ختمه نه وه
خودعثماني خلافت له سقوت سره یو مخیزه ختمه شوه.
نن ورځ چي مسلمانان په یو داسي حال کي را ګیر او ښکیل دي چي لویشت ازاد ځای نه لري په سوونو سوونو له ورځي د کفارو او دهغو دلاسپوڅو لخوا شهیدانیږي، ښارونه او کورونه یې بمباریږي، بیاهم یو زیات شمیر علماء ساکت او چوپه خوله دي څه چي یو شمیر یې د همدي ظالمانو په چوپړ لګیا دي او دهغو ظلمونه په یو اوبل نوم توجیه کوي،
اوبله ډله هغه علماء دي چي د دین په فروعاتو کې یو له بل سره مناظرې او په لانجو ځانونه اخته کړي، چي په ډول ډول ټاپو سره یوبل نوموي، اویوبله ډله بیا خدمت هم کوي په سوچه نیت خو د دتنګ نظرۍ ښکار شوي، له دیني علم څخه سوا نور عصري علوم د نن وخت دمشکلاتو یوسبب بولي ، راشی ټول دهغو علماؤ ملاټینګه کړی چي په هر وخت کې دطاغوت دټولو اشکالو په وړاندي پاڅیدلي او قرباني یې ورکړې ،
دنن څخه څه دپاسه څلویښت کاله مخکي زموږ ګران هیواد ته په الحاد او کفر ولاړه نظریه خلکو راوړه، چي کمونیزم یي ورته وایه د [کور، کار او ډوډۍ] په شعارونو یې په افغانانو کې زیات شمیر بې علمه او ناپوهه ځوانان جذب کړل اوتر اوسه یې لا پلویان وجود لري.
متأسفانه چي زموږ علماؤ یې په وړاندي نه کتاب او نه یو مضمون ولیکه او نه پیتې او کیسټې دکمونیزم په پیژندلو ثبت کړل، هو منم څه علماؤ به دا کار کړی وي خو هغه دنشت برابر دی.
نن چي کوم کفري اصطلاحات امریکایانو دمسلمانانو ټولنو ته راوړل او په ډیرو خوږو خوږو نومونو یې زموږ اذهانو ته را ورسول او یو لوی شمیر مسلمانان یې پرې وغولول او دځان سره په څنګ یې دمسلمانانو په وژلو و درول ، لوی اکثریت علماء یې په وړاندي خاموشي حکمت وګڼله، او ددغو نظریاتو او افکارو په وړاندي یې ځانونه ناخبره کړل ،
ولي هغه څوک دومره ځان بې مسؤلیته بولي چي په اوږو یې د درست امت مسلمه دپوهولو پیټی وي !
نو اې علماؤ ! !
قسم په ذوالجلال که ددي وخت وي چي تاسو دي وړو وړو مسائلو اختلافونه کوی او یوله بل سره په دښمنۍ کې وخت تیروی، دا امت رسول الله صلی الله علیه وسلم تاسو ته امانت پری ایښی چي له هري بلا څخه به یې ژغوری، خوځیني علماء په داسي تنګ نظري کې مبتلاء دي چې دمسلمانانو تر منځ یې لوی واټن رامنځته کړی ، دالله لپاره سره متحد شی او خپل ابدي دښمن په اړه مسلمانانو ته پوهاوی ور کړی.
اې دعلماؤ ټولۍ !
ستاسو ستاینه الله جل جلاله په قرآن کې کړې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مقدسو حدیثو کې شوې، اوهمدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل وارثان ګڼلي یاستی ، نو ددغه رسالت ساتنه ، پر ځای کوونه او دمسلمانانو سالمه روزنه او جوړونه وکړی، کنه خدای مه کړه دالله دسخت عذاب مستحقین وګرځیږی .
ځکه نن چي اسلامي دنیا له څومره مشکلاتو او غمونو سره مخ ده او په ورځ کې په سلګونو مسلمانان وژل کیږي، مسؤلیت یې دغو علماؤ ته هم راجع دی او دالله په دربار کي به له حاکمانو اوهم له همدغو علماؤ پوښتنه کیږي .
وماذالک علی الله بعزیز
















