سوريه: د جګړې ښکېلو غاړو له اوربند سرغړونه کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۷) تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنيت شورا له اوږد بحث وروسته په سوريه کې په اوربند هوکړه وکړه خو تازه راپورونه وايي، په دغې اوربند ښکېلو غاړو عمل نه دی کړی.

په برطانيه کې ميشت د سوريې د بشري حقونو څارونکې ډلې، تېره ورځ ناوخته وويل چې په دمشق کې د تازه نښتو له کبله نهه تنه وژل شوي او يودېرش نور ټپيان دي.

د سوريې دولتي رسنيو راپور ورکړی، چې حکومتي عسکر د غوطه سيمې ختيځ لوري ته نږدې شوي خو د يادې سيمې فعالان چې د غوطه ميډيا سنټر په نامه تازه معلومات خپروي ويلي، د اسلام پالو وسله والو او حکومتي عسکرو تر منځ په نښتو کې يو شمير عسکر وژل شوي دي.

له بله پلوه يوه ايراني جنرال محمد بقاري وايي، تهران او دمشق به د شوې هوکړې پابندي وکړي خو په هغو ځايونو کې به نه عملي کېږي، کومې سيمې چې د وسله والو په لاس کې دي.

د بشارالاسد حکومت او اسلامي وسله والې ډلې پر يوبل د شوې هوکړې د ماتې پړې اچوي.

د غوطه سيمې يوه مدني فعال احمد خانشور رسنيو ته ويلي، د بشارالاسد ځواکونه او ملګري يې د اوربند هيڅ درناوی نه کوي او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د شوې هوکړې وروسته يې هم په غوطه سيمه عملياتو ته دوام ورکړی او د توپونو درنې ډزې کوي.

له تېرو دوو اوونيو راهيسې د سوريې په غوطه الشرقیه کې د بمباريو او جګړو له کبله څلور سوه کسان وژل شوي او تر دوه زور پورې ټپيان دي.

خو د سوريې دولتي رسنۍ بيا تور پورې کوي، چې وسله والې ډلې د ملګرو ملتونو له هوکړې سرغړونه کوي او له خپلو ځایونو څخه په حکومتي سيمو يې پنځلس توغندي وار کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د سوريې په ديرالزور الشرقي سيمه کې د امريکايي جنګي الوتکو د بريدونو راپورونه هم ورکول شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ، د امريکايي الوتکو په تازه بريدونو کې نهه ويشت ملکيان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي، چې د ډېری ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه دی.

بايد وويل شي، چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنيت شورا د پنځلس هېوادونو په موافقه رايه په ټوله سوريه کې د دېرش ورځو لپاره د ډز بندۍ هوکړه لاسليک کړه، تر څو په جګړه کې بندو خلکو ته مرستې ورسول شي، د ټپيانو تداوي او ملکيان ځانونه امن سيمو ته وباسي.

خو له پرون راهيسې د ټولو ښکېلو غاړو تر منځ د اوربند د ماتېدلو راپورونه هم ورکول شوي دي.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button