طالبان زورور شول که د امریکا زور اوبه شو؟

سرلیکنه

د امریکا جمهور رئیس ټرمپ څه موده دمخه په ډېره مغرورانه لهجه وویل چې له طالبانو سره هیڅ ډول خبرې نه کوي او د جگړې په زور به یې له منځه یوسي.

یوه اونۍ دمخه، طالبانو امریکا ته یو خط ولېږه چې امریکا یې په ځواب کې د لږ څه غرور په راکمېدو وویل: طالبان دې د امریکا پر ځای له کابل حکومت سره مذاکرات وکړي.

اوس د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه لوړپوړې چارواکه وايي، طالبان فرصت لري چې د مذاکراتو مېز ته کښیني.

د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله، الیس ویلز، د طالبانو له خط وروسته دا وینا په داسې حال کې کوي چې ټاکل شوې په تاشکند کې د افغانستان د سولې او امنیت په موخه درې ورځنی کنفرانس جوړ شي.

د معلوماتو له مخې، په تاشکند کې جوړېدونکي کنفرانس کې به د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو استازي گډون وکړي، خو تر اوسه نه ده څرگنده چې طالب استازو ته په دې کنفرانس کې د گډون بلنه ورکړل شوې ده او که نه.

د تاشکند کنفرانس شاید په افغانستان کې د روان کړکېچ په پای ته رسېدا کې پوره مرسته وکړي، ځکه په افغانستان کې روانه جگړه نړیواله شوې ده. څو چې نړیوال د افغانستان په مسئله کې سره راټول نه شي او روانې جگړې ته د پای ټکی کښېنږدي، بله حل لاره نه لري.

مېرمن ویلز په خپله وینا کې د ټرمپ د زورښودنې برعکس، چې طالبان به له منځه وړو، پر طالبانو غږ کړی چې د مذاکراتو دروازه ورته پرانیستې ده او هم ورته د سولې او ثبات پوره فرصت شته.

خو ویلز د امریکا لخوا هغه زړه خبره بیا تکرار کړه چې طالبان دې له جگړې لاس واخلي او د افغانستان اساسي قانون دې ومني، بیا کولای شي د سولې په مذاکراتو کې برخه واخلي.

امریکا څو څو واره د طالبانو په مقابل کې پالیسي بدله کړې ده، خو طالبان پر افغانستان د امریکا له یرغله تر اوسه پر خپل یوه دریځ ولاړ دي، وايي څو چې له افغانستانه بهرني پوځونه وتلي نه وي، د افغانستان د مسئلې حل ناشونی دی.

ټرمپ د امریکا د ولس او سنا مجلس د یو شمېر غړو د سختو نیوکو له امله، په افغانستان کې روانه جگړه نوره دوامداره نشي ساتلای. او هم تېره میاشت پر انټرکانټیننټل هوټل د طالبانو بریدونو وښوده چې امریکا، سره د نورو بهرنیو پوځونو په زیاتوالي، په افغانستان کې بایللې جگړه نشي گټلای.

د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره د ټرمپ په سټراټیژۍ کې په افغانستان کې د جگړې په دوام ټینگار، او اوس د میرمن ویلز په ژبه یو ناڅاپه د امریکا د پالیسي په نرمېدلو سره داسې ښکاري چې یا خو طالبان زورور شول او یا د امریکا زور اوبه شو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button