لیکنه: شاکر همدرد
کله چې په یو چا کې دا لس صفتونه پبدا شي نو دا شخص کامل مؤمن جوړیدای شي او دا لس صفتونه د کامل ایمان لپاره شرطونه هم تړل شوی او په خپل ځان کې ددې صفتونو راوستل د کامیابی ستره نښه ده
الله پاک جل جلاله په سورة المؤمنون کې د مؤمن د غوره صفتونو په اړه فرمایي:
۱ـ مؤمنان هغه کسان دي چې په خپلو لمنځونو کې عاجزي کوي.
۲ـ مؤمنان هغه کسان دي چې له عبثو او ناکاره کړنو څخه مخ اړوي.
۳ـ مؤمنان هغه کسان دي چې د زکات په ورکړه عمل کوي.
۴ـ مؤمنان هغه کسان دي چې د خپلو شرم ځایونو ساتنه کوي.
۵ـ مؤمنان هغه کسان دي چې د خپلو امانتونو، ژمنو او تړونونو لحاظ ساتي.
۶ـ مؤمنان هغه کسان دې چې د خپلو لمنځونو حفاظت او ساتنه کوي.
۷ـ مؤمنان هغه کسان دي چې د رب له ویرې لړزیږي.
۸ـ مؤمنان هغه کسان دي چې د خپل رب په ایاتونو ایمان راړي.
۹ـ مؤمنان هغه کسان دي چې له خپل رب سره هیڅ څوک شریک نه نیسي.
۱۰ـ مؤمنان هغه کسان دي چې د نیکی خواته تیښته کوي او په نیکي کولو کې له یو بل څخه مخکې کیږي.

















