امریکا افغانستان ته د نیویارک د ملي امنیتي ځواکونو ۱۹ افسران را استوي
دا ۱۹ کسیزه ډله به مخکې تر دې چې د بګرام هوایي ډګر ته ورسیږي لومړی به د امریکا د تکزاس آیالت په «فورت بلس» په پوځي اډه کې روزنه ترلاسه کوي. دا سرتیري به افغانستان ته د ۹ میاشتني ماموریت په موخه ځي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۷ فرید افغان)
په افغانستان کې د جګړو لومړیو کرښو ته د امریکا د ۸۰۰ کسیز ځواک تر لیږلو څو ورځې وروسته د امریکا د دفاع وزارت د نیویارک ښار یو ټولی عسکر هڅولي تر څو افغان جګړو کې ونډې اخیستلو ته زړه ښه کړي.
د «ټایمز یونین» د خبر تر مخه؛ د نیویارک د ملي امنیتي ځواکونو یو ۱۹ کسیز ټولی د امریکا د ۵۰۱ کنډک ته لیږدول شوی تر څو هلته افغانستان ته د لیږدیدونکو امریکایي عسکرو سره یوځای شي .
د دې ټولي څخه داسې ښکاري چې امریکا نور نه غواړي خپل باتجربه پوځیان افغانستان ته واستوي او یواځې هغه د هغو عسکرو په لیږلو به هم بسنه وکړي چې نیمه پوځي زدکړې ولري.
دا ۱۹ کسیزه ډله به مخکې تر دې چې د بګرام هوایي ډګر ته ورسیږي لومړی به د امریکا د تکزاس آیالت په «فورت بلس» په پوځي اډه کې روزنه ترلاسه کوي.
یاد سرتیري به افغانستان ته د ۹ میاشتني ماموریت په موخه ځي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا ویلي؛ په افغانستان کې به خپل پوځي حضور نور هم زیات کړي .
د امریکایي څیړونکو په وینا، د دې جګړې ګټل اوس د امریکا کار نه ده او باید د خپل راتلونکي په خاطر خپل ټول پوځیان له دې هیواده وباسي .
امریکایي څیړونکي په دې باور دي چې، افغان جګړې د امریکا امنیت نه دی خوندي کړی ، بلکه تر وړاندې یې لا پسې خراب کړی دی


