هغه خلک څومره خوش نصیبه دي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات نه وروسته یې ایمان راوړی دی!!!

راټولونکی: خواجه خوستی
رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ورځ دخپلو صحاباو نه پوښتنه وکړه چې تاسو دچا له ایمان نه تعجب کوی ؟( یعنې څنګه یې ایمان راوړی دی!!) صحابه کرامو ورته اوفرمایل دملائکو دایمان نه!! نبی علیه السلام ورته اوفرمایل چې ملائکې څنګه ایمان نه راوړي هغوی خو دالله تعالی دلویی او قدرتونه شاهدې دي بیا صحابه کرامو اوویل انبیاء به وي!! رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته اوفرمایل پیغمبران څنګه ایمان نه راوړي هغوی ته خو په خپله وحي کیږي او بالذات دالله تعالی پیغام ورته رسیږي. صحابه کرامو اوویل چې نه ملائکې وي او نه انبیاء وي نو موږ به وو. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته اوفرمایل چې تاسو څنګه ایمان نه راوړی تاسو خو زما مشاهده کړي ده او زما معجزې په سترګو وینی کله چې صحابه لا جوابه شول نو رسول الله صلی الله علیه وسلم زه دهغه قوم نه تعجب کوم چې زما نه وروسته دي دوی څه صحیفې بیامومي چې په هغې کې کتاب لیکل شوی وي په هغه ایمان راوړي ..قران کریم یې مراد و.. بل حدیث شریف کې راځي نبی علیه السلام فرمایي طوبی ده دهغه چا لپاره چې زه یې لیدلی یم او اووه ځلې طوبی ده دهغه چا لپاره چې زه یې نه یم لیدلی ( طوبی دخوشالی په معنا سره ده یا په جنت کې دیوې ونې نوم دی
(دا دواړه احادیث امام بیهقی رحمه الله په دلائل النبوة کې روایت کړي دي)



