د نفوسو احوالو د ثبت مدیریت: د تذکرو ویش د اشرف غني تر فرمان پورې ځنډیدلی
د نفوسو د احوالو د ثبت مدیریت وایي چې تر اوسه شاوخوا ۶۰۰ دولتي چارواکو نومونه ثبت کړي خو له ارګ څخه بهر تر هغو د تذکرو د چاپ بهیر نه شي پیلولی ترڅو یې چې د ولسمشر تذکره نه وي چاپ کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۷ فرید افغان)
وروسته تر هغه چې اجرایه رئیس داکتر عبدالله د تذکرو له ویش سره مخالفت وکړ او تر هغو یې د ځنډولو غوښتنه وکړه ترڅو یوه ملي توافق رامنځته شوی نه وي، د تذکرو مدیریت ویلي چې د بریښنایي تذکرو د ویش لړۍ هم ځنډول شوې.
که څه هم د ارګ ویاندویانو او حکومتي چارواکو ډیر ټینګار داوو چې د اجرایه رئیس مخالفت د تذکرو پر ویش کوم منفي اثر نه ښندي خو شاوخوا دوه اونۍ وشوې چې د ولسمشر په ګډون ځینو چارواکو بایموتریک کړی خو بیا هم ارګ د تذکرو مدیریت ته د هغو د چاپ اجازه نه ورکوي.
د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې ویاند روح الله احمدزي رسنیو ته ویلي چې؛ دوی هر وخت اماده دي چې د تذکرو ویش پیل کړي خو یواځې د ولسمشر حکم ته منتظر دي چې هغه ورته د خپلې تذکرې د چاپ امر وکړي.
د نفوسو د احوالو د ثبت مدیریت وایي چې تر اوسه شاوخوا ۶۰۰ دولتي چارواکو نومونه ثبت کړي خو له ارګ څخه بهر تر هغو د تذکرو د چاپ بهیر نه شي پیلولی ترڅو یې چې د ولسمشر تذکره نه وي چاپ کړې
پر همدې مهال د مشرانو جرګې نائب منشي فیصل سمیع وایي؛ چې ارګ په خپله د تذکرو د ویش جدي اراده نه لري او غواړي په یوه او بله بهانه دا لړۍ وځنډوي.
د نوموړي په خبره؛ څومره چې زه معلومات لرم د نفوسو د احوالو د ثبت ماشینونه له تخنیکي پلوه هیڅ ستونزه نه لري او په ورځنۍ توګه کولی شي تر ۴۰ زرو تذکرې چاپ کړي.

تر دې وړاندې ځینو رسنیو د خپلو سرچینو په حواله ویلي و، چې ارګ به داسې مهال د تذکرو ویش پیل کړي، کله چې د راتلونکو جمهوري ریاست د انتخاباتو وخت را ورسیږي چې له یوه پلوه به خپل سیاسي کمپاین مخته یوسي او له بل لوري به انتخابات یاځنډني او یا هم له خنډ سره مخامخ کړي.



