په اسلام آباد کې افغان سفیر د دندې پریښودو وړاندیز کړی دی
نوموړی په ۱۳۹۴ کال کې په پاکستان کې د افغان سفیر په توګه وګمارل شو چې د ارګ سره د توافق تر مخه، دا دنده تر دو کالو محدوده وه او اوس زاخیلوال د دوه کلنې دندې په بشپړولو سره دا وړاندیز کړی دی
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۸فرید افغان)
په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال پر خپله تویټر پاڼه لیکلي چې ارګ ته یې د استعفا وړاندیز کړی دی.
نوموړي ویلي چې د ګډحکومت له مشر اشرف غني څخه یې غوښتي چې پرځای یې بل څوک وګماري او زیاتوي چې تر هغو چې د نوموړي پرځای بل وړ تن نه وي ټاکل شوی تر هغو به دندې ته ادامه ورکړي .
نوموړی وایي؛ “ تر نوی ګومارنی به زه پر خپل ځای اوسم“.
زاخلیلوال د نوې دندې د غوښتلو اوازې هم رد کړې او ویلي یې دي “ البته ولسمشر ته می ویلی چی د بلی رسمی دندی غوښتنه نلرم تر څو دا وضاحت هم شوی وي چې زما تصمیم د بلې کومې توقع په موخه ندی“
بل پلو پژواک خبري اژانس د یو شمیر سرچینو په حواله خبر ورکړی چې زاخیلوال غواړي خپل ځان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند کړي.
چې په همدې اساس غواړي خپل کمپاین سر له اوسه پیل کړي.
نوموړی په ۱۳۹۴ کال کې په پاکستان کې د افغان سفیر په توګه وګمارل شو چې د ارګ سره د توافق تر مخه، دا دنده تر دو کالو محدوده وه او اوس زاخیلوال د دوه کلنې دندې په بشپړولو سره دا وړاندیز کړی دی
زاخلیوال لیکلي “.دا تصمیم مې بل هیڅ دلیل او انګیزه نلري بې لدې چې پدی دنده زما دوه کاله پوره شول او په پیل کی می په دوه کالو سلا کړی وه“



