(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۸ فرید افغان)
له ډیرو لانجو او هڅو وروسته د ترکیې د شړل شوي سیاستمدار فتح الله ګولن اړوند د افغان ترک په نامه د ښوونځیو مدیریت بالاخره د ترکیې حکومت ته وسپارل شو.
د پوهنې وزارت سرپرست محمد ابراهیم شینواري په دې مراسمو کې وویل؛ د ښونځیو له سپارلو مو هدف د کیفیت لوړوالی دی او د ښونځیو درسي نصاب به هیڅ کوم تغیر ونه کړي.
نوموړي زیاته کړه؛ د ښونځیو له سپارلو سره به ۲۰ سلنه فیس کمبود وکړي او همدا راز به د شاګردانو د شمولیت امتحان سرتاسري شي.
نوموړی زیاته کړه؛ اوسمهال د دې ښونځيو شمیر ۱۴ بابه دی چې په لنډ راتلونکي کې به دا ښونځي تر ۲۸ بابه پورې زیات شي.
د ترکیې دولت ژمنه کړې چې د دې ښونځیو په لیلیه کې به ۶۰ سلنه پراخوالی راولي او همداراز به ۱۰ د حرفوي او مسلکي زدکړو نوي ښوونځي هم ورغوي .
ترکیې همداراز ژمنه کړې چې د دې ښونځیو د زدکړیالانو شمیر چې اوس ۸ زره دی ۲۸ زرو ته لوړ کړي او له دې سره به ۱۰ سلنه زدکړیالانو ته چې د شهیدانو اومعلولینو اولادونه دي، وړیا زدکړې برابرې شي.
خو د دې ښونځیو د شاګردانو کورنیو له دې اقدام سره مخالفت ښودلی او ګواښ یې کړی چې که دولت خپله پریکړه بیرته وانه خیسته، دوی به پر مدني اعتراضونو لاس پورې کړي.
په یادو مراسمو کې د ترکیې د پوهنې وزیر عصمت ایلماز وویل؛ د ترکیې هیواد به هغه کسان له دغه ښونځي څخه لیرې کړي چې له امله یې د افغانستان او ترکیې دوستي خرابوي
د افغان تر ک د ښوونځیو مدیریت تردې مخکې د چاغ ایجوکیشنل په نوم یوې انجیو پر غاړه وو، چې نن رسماً د ترکیې د پوهنې وزارت ته وسپارل شو.
دا ښوونځي د ترکیې د شړل شوي سیاستمدار فتح الله ګولن پورې تړاو لري چې ترکیه یې د ۲۰۱۶ کال د ناکامې کودتا طراح بولي.
ګولن اوس په امریکا کې اوسي او ترکیې ترې څو ځله د نوموړي د ورسپارلو غوښتنه کړې خو امریکا یې له ورسپارلو ډډه کوي.


















