اشرف غني طالبانو ته دسولې په بدل کې امتیازات ومنل، خو د بهرنیانو د خروج په هکله بیا هم چوپ پاتې شو

هغه څه چې طالبانو تل وړې مسئلې بللې او ویلي یې دي چې د بهرنیانو تر وتلو وروسته به په دې اړه په کور دننه توافق کوي او اوس چې د حکومت ټول ادارات او واکونه د بهرنیانو تر اغیز لاندې دي بې له دې چې له هغوی سره مخامخ مذاکرات او یا هم د هغوی پرضد وسلوال مقاومت وکړي بله لار نشته

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۹ فرید افغان)

د ملي یووالي د حکومت مشر اشرف غني نن د کابل پروسې په غونډه کې د خبرو پر مهال پر طالبانو غږ وکړ چې را دې شي او بې له کوم قید او شرطه دې له حکومت سره جوړجاړی وکړي.
غني وویل؛ طالبانو ته د سولې تر ټولو ښه فرصت دی او دوی به یې هم دحزب اسلامي په څیر پراخ هرکلی وکړي.
که څه هم طالبانو تر ټولو لوی شرط د بهرني “اشغال“ پایښت ښودلی خو ولسمشر بیا په یو ډول تسامح سره دې شرط ته هیڅ توجه ونه کړه او زیاته یې کړه چې؛ د طالبانو د دفتر مخالفت نه کوي،
همداراز به په اساسي قانون کې له احکامو سره سم تعدیل راوستل شي.
نوموړي ژمنه وکړه چې تر سولې وروسته به طالبان د سیاسي ډلې په حیث و پېژني.
همداراز حکومت د سولې لپاره پر طالبانو هېڅ ډول مخکیني شرایط نه لري.
د دې ترڅنګ به د طالبانو کورنیو ته په افغانستان کې د اوسېدو امکانات برابر کړي ، ددوی د مشرانو نومونه له تور لېستونو اېستل کېږي، د پخلا کېدونکو وسله والو طالبانو امنیت تامنېږي او دوی ته به په سیاسي بهیر کې د شرکېدو لپاره موقع ورکول شي.
هغه څه چې طالبانو تل وړې مسئلې بللې او ویلي یې دي چې د بهرنیانو تر وتلو وروسته به په دې اړه په کور دننه توافق کوي او اوس چې د حکومت ټول ادارات او واکونه د بهرنیانو تر اغیز لاندې دي بې له دې چې له هغوی سره مخامخ مذاکرات او یا هم د هغوی پرضد وسلوال مقاومت وکړي بله لار نشته.
غني پر طالبانو غږ وکړ چې وسلې دې پرځمکه کیږدي، اساسي قانون دې ومني او د ښځو ازادۍاو حقوقو ته دې درناوی وکړي.
غني وویل، افغان حکومت تر بل هر وخت د سولې لپاره لېواله دی.
د شنونکو په باور افغان حکومت باید د ناستې اجنډا پر اصلي موضوع راوڅرخوي چې هغه د بهرنیانو جګړیز حضور دی.
د سیاسي چارو کارپوه اسد وحیدي پر خپله فسبوک پاڼه لیکي “د کابل پروسې غونډه روانه ده، خو پر اصلي ستونزه بحث نه کيږي، د امريکايي ځواکونو حضور د جګړې د دوام اصلي لامل دی. لا هم امريکا په دې تړاو خبرو ته نه حاضريږي او د ملي يووالي حکومت هم په دې اړه د نظر څرګندولو اجازه نه لري، نو ځکه سوله ناشوني ښکاري.“
د یادونې وړ ده چې طالبانو مخامخ له امریکا سره خبرو ته چمتوالی ښودلی، خو حکومت ویلي چې دوی هم د خبرو واک لري باید له دوی سره خبرې وشي خو حکومت په دې هکله هیڅ تضمین نه ورکوي چې که طالبان له دوی سره خبرې وکړي آیا بهرنیان به له افغانستان څخه وتلو ته زړه ښه کړي کنه.
د سیاسي چارو افغان کارپوه وحید مژده بیا وایي؛ حکومت خپله اعتراف کوي چې د بهرنیانو له شتون پرته حتا ۶ میاشتې بقا نلري نو طالبان هم دسولې او جګړې اصلي واکمن لوري ته ګوري.
په ورته وخت کې خبریال نظري پریاني وایي چې حکومت په خپله اعتبار نه لري او له خپلو سیاسي متحدینو له خوا ننګول کیږي نو طالبان به پر هغه حکومت څه باور وکړي چې د ځان واک هم نه لري.

د مدني ټولنو عمومي رئیس عزیز رفیعي بیا وایي چې د غني وینا کې هیڅ نوي څه نه وه، دا طرحې او وړاندیزونه کرزي هم کړي و.
دنوموړي په خبره؛ ترڅو چې د جګړو اصلي عامل چې د بهرنیانو نظامي شتون ده، ختم نه شي ترهغو سوله ناممکنه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button