احمدي: د اروزګان د والي ویاند مو له نیولو سره سم د ورسره زنانه و، په سفارش خوشې کړ
طالب ویاند قاري یوسف احمدي وایی چې د اروزګان کندهار پر لویه لاره د نیول شويو ۱۹ پولیسو له ډلې یې ۵ تنه تیره ورځ خوشې کړي او نور لا هم ورسره دي.
طالبانو ویلي چې دا کسان یې د دقیقو استخباراتي معلوماتو په اساس نیولي وو.
دولتي چارواکو هغه مهال ویلي و، چې په نیول شویو کسانو کې ولسي وګړي هم و، خو طالبانو بیا واضحه کړې وه، چې د اروزګان د والي د ویاند په ګډون ټول نظامي کسان وو.
که څه هم ځینو خبریالانو د اروزګان د والي د ویاند دوست محمد نایاب نیول رد کړي و، خو احمدي بیا د دې پیښې په تړاو ویلي چې نایاب یې د ورسره ښځو په سفارش خوشی کړی “ باید یادونه وکړو چي هغه ورځ نایاب هم په موټرکي دورسره زنانو په شفاعت اوټینګار چي ورباندي ژړل یې هغه وخت لادهغوی په پړوني کي مجاهدینو ورخوشی کړ“



