لیکوال ـ څارګر ځدراڼ
دا څو ورځې کیژي چې د سوریې مظلومو مسلمانانو دردونکې انځورونه په فیسبوک کښی لر او بر کیژي ،
تاسو په الله ج یقین وکړۍ چې دغو دردونکو انځورو په زړګې بیمار کړي یم،
او خپل ځان راتۀ ډیر زیات بې غیرته ښکاري،
مونږ خو دغو تنکیو ماشومانو ته په الله ج قسم کۀ هیڅ ځواب لرو،
مونږ ډیر بې غیرته شوی یو،
مونږ سره نن د خپلې خیټې غم دئ،
مونږ نن په دنیا پسي ستومانۀ یو او منډې ورپسی وهو،
مونږ نن د بل مسلمان تکلیف د ځان تکلیف ندۍ ګڼلي،
مونږ نن د دنیا اسبابو پسی د لیونو په شان ځغلو،
مونږ خپله ګیډه ښه ډکوو، خپله یی ښه تیاره خورو، خپله بې غمۀ خوبونه کوو،
خپله مزې کوو، خپلو بچیانو سره د ماشومانو په ژبه وړې وړې خبری کوو،
خپل بچیان د خوشحالولو لپاره بهر تفریح لپاره اوباسو،
خپل بچیان یوه ګړۍ، یو منټ هم ژړا ته نه ورکوؤ،
خپله مزیداری نوې جامې غوندو،
خپل ځان لپاره د مال جمع کولو سوچونه او فکرونه وهو،
مونږ د خپلو بچیانو غم اخیستی یو او دا فکر هر وخت راسره ملګرۍ وی چې زما بچیان له لوګی مړه نشي،
زما بچیان د بل دروازی ته ونه دریژي،
زما بچیان څنګه خوشحال او په ګیډه ماړه وي،
ماسره نن د کرکټ غم دۍ،
نن ماسره د بیټ، ګین او ویکټو غم دئ،
نن ما موبائل ته قسمه قسم ډرامې وراچولي،
نن زه ځان لپاره ښه لباس پسی ګرځم ،
نن زه د مازیګر په طمعۀ یم چې کله به مازیګر راځې چی فوټبال وکړم،
نن زه کوشش کوم چې زما مخ څنګه ښائسته شي،
نن زه دا غواړم چې زما ویښتان د ښه غوړ وي،
نن زه دا خوښوم چې نوئ نوئ پوزیشن اختیار کړم،
نن هغه پوزیشن ځوانان ځان لپاره فخر ګڼې چې کوم لباس د ښځو دئ،
خو
بل طرفته په شام، مصر، عراق، برما ، آفغانستان کښې په مسلمانانو وحشې کفارو ظلم شروع کړي،
وحشی کفار هلته د خپل زړه مرضې چلوي،
هلته په یوه ورځ کښې ۴۰۰ څخه پاسه مسلمانان شهیدانیژي،
نن هلته په زرهاؤ مسلمانانو د بمبارونو په نتیجۀ کښې معیوب کیژي،
نن هلتۀ د تنکې ماشوم څخه بابا ورک دئ،
نن هلته وړوکۍ بچاي د خپل اباجان نعرې وهي،
نن هلتۀ د تنکۍ ګلابې ماشوم مورکۍ نشتۀ،
نن هلتۀ د مور څخه د زړه توکړه ورکۀ ده،
نن هلتۀ مور بې اختیاره چیغې وهي، چې مسلمانان چیرته دي،
نن د هغو مظلومو مسلمانانو سترګې زمونږ طرفته دي،
نن په هغو مسلمانانو دوهم قیامت راغلۍ،
خو مکاره امریکا او غلامان یې نن چوپه خولۀ دي،
ورسره د دوې تالې څټې هم ګونګیان دي،
خو
د الله ج غضب ډیر سخت دئ،
ان شاءالله، الله ج به انتقام خامخا له دغو کفارو څخه آخلی خو نن زمونږ ایمان تلل کیژي ،
نو
کۀ نور مو وس نکیژي دعاګانې خو مو په وس پوره دي، پنځه وخته المانځه کښې د نړئ په کونج کونج کښی مظلومو مسلمانانو ته دعاګانې کوئ، او حق لښکر سپیڅلي غازیان پخپلو دعاګانو کښی مه هیروئ،
ونا علینا الاالبلاغ

![A young girl receives treatment at a makeshift hospital following regime bombardments in Eastern Ghouta region [Amer Almohibany/AFP]](https://kabull.com/wp-content/uploads/2018/02/2f00fb504e894496a888ab83330372ca_18-800x450.jpg)
















