شاعر : جبیر احمد مشهود
اه مسته زمزمه ده د غزاوو پسرلی
سنګر ته مو راغلی د بریاوو پسرلی
اشغال به ماتوو زلمیو هلی رابیدار شئ
لمانځو به بیا د تورو په پړکاوو پسرلی
تیارو کي ښخي شوي د اجل په نوم نیزي دي
د ستورو سره مل شو د رڼاوو پسرلی
دا جوړه قافیله به تر سهاره پوري درومي
دوښمن ته به نصیب کړي د ژړاوو پسرلی
دا مستي زماني به یې په خپلو سترګو ویني
د هیلو په ګلبڼ کي د بوراوو پسرلی
اوس ځو راپسي پورته کړئ لاسونه په دوعاوو
راوړو به ړنګ محفل ته د ځلاوو پسرلی
زخمونه د زړګي به مو درمان کړي په درملو
د سولي په جامه کي د خنداوو پسرلی
مرغان به بیا نغمې د ازادۍ وایې مشهوده
د فتحو لمر به لمانځي پر صحراوو پسرلی


















