(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۲) د امريکا د مشيګان ايالت په پوهنتون کې د وسله وال برید په ترڅ کې دوه تنه وژل شوي دي.
د الجزيره د راپور پر بنسټ، وسله وال بريد د پوهنتون په سالون کې ترسره شوی خو د پوهنتون چارواکي وايي چې وژل شوي کسان د دوی د پوهنتون زده کوونکي يا کارکوونکي نه دي.
بريدګر په تېښته بريالی شوی دی، پوليس وايي د پلټنې عمليات يې پيل کړي دي.
تر اوسه د بريد لامل نه دی په ډاګه شوی خو ځايي سرچينو ويلي ښايي دغه پېښه د کورني تاوتريخوالي له کبله رامنځته شوې وي.
د ماونټ بليزنټ ښار امنیتي مسئولين وايي، بريدګر تورپوستی او ډېر خطرناک کس دی که ژر ونه نيول شي ښايي نورو کسانو ته هم زيان واړوي.
نږدې دوه اوونۍ مخکې هم د امريکا په فلوريډا ايالت کې د يوه وسله وال بريد په ترڅ کې شل تنه ووژل شول او لسګونه تنه نور ټپيان شول.















