(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۲) د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې نا معلومه وسله والو د يوې کورنۍ درې تنه وژلي او يوه مېرمن يې ټپي کړې ده.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري وايي، پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ په شېراباد سيمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره، په پېښه کې يو ماشوم، يوه مېرمن او يو سړی وژل شوي، يوه ښځه ټپي ده او دوه تنه نور وسله والو له ځان سره بيولي دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي حسن خان پژواک اژانس ته ويلي، د نېختې سيمې خلک د ابراهيم پر کور ور اوښتي ياده مرګ ژوبله يې اړولې او دوه تنه يې له ځآن سره بيولي دي.
ځايي سرچينې وايي، څو مياشتې مخکې د نېختي او شېراباد سيمو خلکو په خپلو منځونو کې د اوبو پر سر شخړه کړې وه شايد دغه ستونزه له هماغې مسلې پيدا شوې وي.















