جمعه, مې 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

په افغانستان کې د بهرنیو پوځونو بیا پیلېدونکی جنګي ماموریت

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
مارچ 6, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
188
ځلې شریک شوی
173
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 تبصره

د امریکا پخواني ولسمشر اوباما چې د ۲۰۰۹ز کال له انتخاباتو وروسته حکومتولي پیل کړه، له امریکايي ولس سره یې د کمپاین پر مهال کړې وعده (له افغانستانه د پوځ ایستل) نیمه پوره کړه. اوباما د خپل کمپاین پر مهال له امریکایي ولس سره وعده کړې وه چې په افغانستان کې به له تاواني جګړې د پوځونو په راایستلو ځان خلاصوو څو په افغانستان کې د جګړې په لګښتونو خپل اقتصاد غښتلی کړو.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

اوباما د واکمنۍ په دواړو دورو کې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ونه رسوله، خو  ۲۰۱۴ز کال یې په افغانستان کې د بهرنیو پوځونو د جګړې د ماموریت د پای کال اعلان کړ.

برعکس، ټرمپ د حکومت په لومړۍ سټراټیژۍ کې په افغانستان کې د جګړې په دوام ټینګار وښود او د سولې لپاره یې ټول امکانات له منځه یووړل. ځکه خو دا دی، د ټرمپ د پالیسۍ له مخې، د بهرنیو پوځونو پای ته رسېدلی جنګي ماموریت د نورو پوځونو په رالېږلو بیا پیلېږي.

د امریکا لخوا افغانستان ته نور اعلان شوي پوځونه رارسېدلي دي. په افغانستان کې د ناټو ویاند ویلي دي چې دوی جنګي تجربه لري او له افغان پوځونو سره به د طالب وسله والو پر خلاف مرسته کوي.

 له جګړې سره د یوه هېواد پوځیان هم مینه نه لري، خو په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ماموریت ویاند، ټام ګریسبک، وايي چې افغانستان ته نوي رارسېدلي پوځیان له جګړې سره مینه لري. مانا دا چې، په افغانستان کې د کورونو له ړنګولو سره مینه لري او د افغانانو په وژلو کې تجربه لري.

د ناټو د غوڅ ماموریت د ویاند په وینا به یې پوځونه له جګړې سره مینه لري، خو افغانان هم له پردیو پوځونو سره د مقابلې، د خپلې خاورې د ساتنې، د ملي ارزښتونو له دفاع سره مینه او د یرغلګرو په ماتې کې تجربه لري.

امریکا چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځونو پای ته رسېدلی جنګي ماموریت بیا پیل کړ، لکه څرنګه چې یې لومړی پوځي ماموریت په خپله ناکامۍ پای ته رسېدلی اعلان کړ، دا ډول به بیا پیل شوی ماموریت هم په ناکامۍ سره پای ته رسېدلی اعلان کړي او له افغانستانه به د خپلو پوځونو د ایستلو لار ګوري.

که امریکا په دې موخه افغانستان ته نور پوځونه رالېږي چې د افغان حکومت له لاسه وتلې سیمې به بیا له طالبانو ونیسي، نو کلونه کلونه به جګړه وکړي، په شپنیو ړندو عملیاتو کې به نور ولسي وګړي ووژني، خو په ولایاتو کې له لاسه وتلې سیمې به ترلاسه نکړي بلکې نورې سیمې به هم ترې طالبان ونیسي. ځکه دا اوس کومې سیمې د طالبانو په واک کې دي، دا یې په افغانستان کې تر یو لک د زیاتو بهرنیو پوځونو په موجودیت کې له افغان حکومته نیولي دي.

امریکا به په افغانستان کې د خپلو پوځونو جنګي ماموریت کله پای ته رسوي او کله به یې بیا پیلوي، خو افغان ولس له خپلې خاورې د دفاع ماموریت (مقدس جهاد) ته تر هغو دوام ورکوي څو بهرني پوځونه سرماتي او غاښ ماتي تېښتې ته اړ کړي.

مخکینې مطلب

ارګ: طالبانو ته مو خپل وړاندیز تشریح کړی، دسیاسي کړیو وړاندیزونه هیڅ رسمي بڼه نه لري

بل مطلب

علم او قلم بدون له توري دغلامۍ سبب ګرځي

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
0

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com