(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۸ فرید افغان)
د غزني له ولایت څخه راپورونه وایي؛ چې طالبانو د دې ولایت د مرکز اړوند د ارزو په سیمه کې پر یوه پوسته ناڅاپي برید کړی چې د پوستې په سقوط سره نښته پای ته رسیدلې.
طالبانو ویلي په په پوسته کې یې ۷ تنه پولیس ځای پر ځای وژلي دي اوپوسته او دهغوی مهمات یې نیولي.
طالبانو همدراز خبر ورکړی، چې د پوستې د ژغورلو په خاطر پر راغلو کومکي عسکرو یې هم بریدونه کړي چې په وینا یې، د ۴ ټانګونو په تخریب سره یې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې.
د غزني ځایي چارواکو او د کورنیوچارو او دفاع وزارتونو په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی


















