(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۸ فرید افغان)
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه خبر ورکړی چې، له تیرې ورځې راهیسې یې دوه ځله د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د امریکایانو په تر ټولو لوی بیس توغندویز بریدونه کړي.
طالبانو ویلي؛ لمړی برید یې تیره شپه او دوهم یې نن سهار ترسره کړی دی.
د دوی په وینا؛ په بریدونو کې (اشغالګروته د سر اومال درانه زیانونه اوښتي دي)
د یادونې وړ ده چې طالبان وخت ناوخت د بهرنیانو پر نظامي بیسونو توغندویز بریدونه کوي چې په زیاتو مواردو کې یې مرګ ژوبله هم اړولې.
د ایساف ځواکونو تر دې مهاله په دې تړاو کوم وضاحت نه دی کړی.


















