چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د طالبانو د نويو ګمارنو په اړه د خبريال ويب پاڼې د راپور استخباراتي تحليل

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
مارچ 11, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
150
ځلې شریک شوی
131
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

جنرال حسن ميرزئ

دا يو حقيقت دی چې ټول مطبوعات آزاد او بې پرې ندي او نه د ټولو ټولنيزو شبکو کاروونکي د افغانستان په روانه قضيه کې له يو لوري سره بې تړاوه ندي .له همدې امله ټول مطبوعاتي راپورونه او تحليلونه نه ريښتيا او نه يې په واقعيتونو باندې ولاړ بللای شي او نه موخه ترې ولس ته يوازې د معلوماتو رسول بللای شو.
ځينې راپورونه او تحليلونه ، سياسي او تاريخي ليکنې ، علمي څيړنيزې مقالې او د علمي پرمختګونو راپورونه ، يا د بیلابيلو شخصي غرضونو لپاره وي او يا د فکري جګړې له مورچلونو څخه ګمراه کوونکي معلومات وي .
د دې لپاره چې زموږ ولس په ځانګړې توګه ځوانان چې د خپلې عقيدې ، ملي ارزښتونو او ولس په وړاندې درانه مسؤليتونه لري ، د دروغجنو غرضي مطبوعاتي خپرونو له منفي اغيز څخه خپل اذهان او افکار وژغوري د مطبوعاتي خپرونو د صحت او عدم صحت د معلومولو په اړه لاندې يوه استخباراتي طريقه په يو څو کرښو کې وړاندې کوم :
د اطلاعاتو د صحت اندازه د اطلاعاتو په اړه د ځينو پوښتنو د مطرح کولو او دغه پوښتنو ته د ځوابونو په پايله کې معلوميدلای شي او له پوښتنو څخه مهمې يې په لاندې ډول دي :
1: د خبرونو سرچینه کومه مطبوعاتي اداره ده او په اړه يې باور څه ډول دی ؟
2: آيا د خبر له ورکولو او د معلوماتو د خپرولو څخه خو د سرچینې کوم شخصي غرض مقصد ندی ؟
3: آیا د خبر د تاييد لپاره کوم شواهد شته ؟ او خبر کومې بلې آزادې معتبرې سرچينې تائيد کړی ؟
4: آیا د خبر محتوی منطقي او مناسبه ده ؟
5: آيا زموږ په لاس کې له مخکې څخه موجودو اطلاعاتو سره سر خوري او ورسره لګيږي ؟
6: آيا د خبر محتوا په خبر کې د ذکر شوو لورو يا لوري له پاليسۍ سره سر خوري ؟
7: آيا داسې احتمال شته چې خپاره شوي خبرونه او معلومات دوکه او فریب دي؟
8: هغه وسايل څه ډول دي چې سرچینې يې په واسطه اطلاعات راټول کړي او راټولوي ؟
9: آيا خبر او معلومات منطقي دي او د ثابت کیدو امکان يې شته ؟
10: زموږ د تجربو او له پخوانیو سرچینو څخه د اخیستل شوو اطلاعاتو په رڼا کې معلومات څه ډول دي ؟
11. د خبر او معلوماتو په اړه په مطبوعاتي برخه کې د نورو فعالانو نظر څه ډول دی ؟
د پورتنيو پوښتنو له جملې څخه کيدای شي ټولې يا ځينې يې يو خبر يا د يوه تحليل په اړه مطرح کړل شي که د پوښتنو ځوابونه مثبت ؤ خبر درست بللای شو او که مثبت نه ؤ بيا خبر ريښتيا نشو بللای .
د طالبانو په منځ کې د نوو ټاکنو په اړه د اختلاف هغه خبر چې په خبريال ويب پاڼه کې څو ورځې دمخه خپور شوی ؤ يو ښه مثال کيدلای شي چې تحليل يې کړو ، صحت او عدم صحت يې معلوم کړو :
1: د خبر اصلي سرچينه معلومه نده .
2: خبرخپروونکې ويب پاڼه له طالبانو سره مخالفت لري ، د طالبانو د مخالفينو له لوري چلول کيږي له همدې امله ويلای شو چې شونې ده د خبر خپروونکې مرجع هدف د طالبانو بدنامول او د طالبانو په ليکو کې د تشويش پيدا کول وي .
3: د خبر د صحت د تائيد لپاره کوم شواهد ندي وړاندې شوي .
4: د خبر محتوا منطقي نه ښکاري ځکه د قوانينو له مخې د حکومت يا د يوې ډلې د کابينې بيلابيل تشکيلاتي جوړښتونه د مراتبو د سلسلې په پام کې نيولو سره د عزل او نصب په اړه خپل وړانديزونه تر باصلاحيته مراجعو او يا قيادت پورې رسوي او هغوی يې يا منظوروي يا يې مستردوي.
د يو نظامي او استخبارتي کارپوه په توګه زما د شخصي معلوماتو له مخې په عزل او نصب کې د طالبانو معمول همداسې دی او د استخباراتي راپورونو په اساس لومړی د ځانګړو هيئتونو د موندنو او استخباراتي کره اطلاعاتو په اساس د مسؤلينو چارې ارزيابي کوي او راپورونه يې باصلاحيته مقاماتو او قيادت ته وړاندې کيږي . د طالبانو مختلف کميسيونونه د ځينې چارواکو ترفيع ، د ځينو تغير او تبديل ، د ځينو د عزل او د ځينو نوو چارواکو د ګمارلو په اړه خپل وړانديزونه له مرستيالانو سره شريکوي ، مرستيالان يې بيا له رهبري شوری ، مطرح ديني علماء کرامو ، او با تجربه شخصيتونو سره له مشورې وروسته قيادت ته وړاندې کوي ، قيادت يې بيا منظوروي او يا د ځينو ملاحظاتو له امله د بيا کتنې امر ورکوي .
ما چې په طالبانو کې له باوري سرچينو سره تماس نيولی د طالبانو نوې ګمارنې ټولې له يادو مرحلو څخه تيرې شويدي .
بله دا چې په جنوب کې د طالبانو ټول نوي ټاکل شوي واليان د طالبانو د مرستيال مولوي يعقوب نيږدې او باوري کسان دي ، همدغه راز په شمالي ، مرکزي ، ختيځ او جنوب ختيځ زونونو کې ټول ټاکل شوي واليان هم د طالبانو د مشر او هم يې د دواړو مرستيالانو باوري او نيږدې کسان دي .
نو ځکه ويلای شو چې د خبر محتوا منطقي نده ، دروغ او په کوم غرض ولاړه ده.

دا هم ولولئ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

5:په خبر کې د طالبانو د يو چارواکي له لوري د ځمکو د غصب ، د ځينو سيمه ايزو هيوادونو د مالي کمکونو يادونه هم منطقي نه ښکاري ځکه موږ په سابق کې د طالبانو د چارواکو د داسې کړنو په اړه کوم مثال نلرو ، نه تر اوسه داسې ځمکه چا په ګوته کړه چې د طالبانو کوم چارواکي د غصب کړې وي نه په وزير اکبرخان او شير پور کې ، نه د پلازمينې په نورو برخو او نه د هيواد په لويو ښارونو کې کومه بنګله ، کوم بلند منزل يا کوم ښار ګوټی لري او نه يې په خپل منځ کې د افغان او افغانستاني په څير کلمو او نومونو درې کاله اختلاف کړی او نه يې څوکۍ د وړتياوو پر ځای په قومي تناسب سره ويشلې دي له همدې امله هم د خبر محتوا غير منطقي ښکاري .
6:سربيره پر دې د طالبانو د پخواني دوهم مشر په نامه شپې پاڼې يا د جنوب پر ځای په ننګرهار يا هم د خوګياڼيو په ساحه کې يې تقسيمېدل د خبر غير منطقي کيدل ثابتوي . ځکه د طالبانو د دوهم مشر ملا اختر محمد منصور نيږدې ملګري د طالبانو په تشکيلاتو کې د اصليت او استعداد په بناء تر ټولو لوړې څوکۍ لري .
بناءً پورته د لايلو ته په کتو ويلای شو چې د خبريال راپور يو مخ دروغ او د طالبانو د مخالف بهرنيو او کورنيو استخباراتي سازمانونو له لوري په نړيوالو او خپل ولس د باور د کمولو ، د طالبانو د بدنامولو او د طالبانو په ليکو کې د تشويش اچولو په موخه د رواني او نفسياتي جنګ يوه کړنه ده .

لوی ټکي: افغانستانجنرال حسن ميرزئرسنۍطالبان
مخکینې مطلب

احتمال شته  افغان کرکټ لوبډله نړيوال جام ته لاره پيدا کړي

بل مطلب

کندهار: په بهرنيو ځواکونو موټربم بريد شوی

ځانګړي مطالب

افغانستان

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com