کندهار: په بهرنيو ځواکونو موټربم بريد شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۰) د کندهار ولايت په دامان ولسوالۍ کې هوايي ډګر ته نږدې په بهرنيو ځواکونو موټربم برید شوی.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا درانی، دغه بريد تاييدوي خو هغوی ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.
ځايي سرچينې وايي، د چاودنې سيمې ته نور بهرني ځواکونه رسېدلي او په ملکي خلکو يې ډزې کړي په ترڅ کې يې دوه تنه ملکيان ټپيان شوي دي.
د سرچينې په وينا، په دغې موټربم بريد کې بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر اوسه د دغې بريد مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.
د نورو جزیاتو په اړه کابل ټکی کام وڅارۍ.



