د امریکا دفاع وزیر په نااعلان شوي سفر کابل ته راغلی

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټیس نن په یوه نااعلان شوي سفر کابل ته راغلی.
د جېمز مټیس سفر د امنیتي ستونزو له امله پټ ساتل شوی و. اسوشیېټډ پرس آژانس وايي چې د سختو امنیتي ستونزو له امله خبریالانو ته تر هغو د مټیس د راتلو د خبر خپرولو اجازه نه وه تر څو چې نوموړی د کابل له هوايي ډګره د امریکايي ځواکونو پوځي مرکز ته نه و تللی. دا لومړی ځل دی چې د پنټاګان د مشر د سفر په هکله پر خبریالانو داسې بندیز لګول کېږي.
جېمز مټیس ویلي چې نوموړی به د ګډ حکومت له مشرانو او امریکايي قومندانانو سره لیدنه وکړي.



