فراه: طالبانو په مرکز کې د ملي امنیت پوسته نیولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۳ فرید افغان)
له فراه ولایت څخه راپورونه وایي چې د دې ولایت د مرکز اړوند د دهیک سیمه کې پر افغان امنیتي ځواکونو برید کوي چې ګڼو افغان ځواکونو ته یې مرکز ژوبله اړولې.
د رسنیو د خبرونو په اساس؛ برید دښار په خوله کې د ملي امنیت پر پوسته شوی چې له کبله یې د ملي امنیت ۸ سرتیري او ۳ پولیس وژل شوي.
طالبانو کابل ټکی کام ته د خبر په تائید سربيره ویلي چې د دهک د خولې پوسته یې نیولې د ملي امنیت د ۸ ځواکونو په ګډون ۷ پولیس یې وژلي او ګڼ نور ټپیان دي.
ځایي خلک وایي چې ، اوس هم د طالبانو او مرستندویه کمانډوځواکونوترمنځ سخته جګړه روانه ده .
تیره ورځ هم د فراه د ولایتي شورا غړي خیرمحمد نورزایي رسنیو ته ویلي و، چې طالبانو ، د فراه په شمالګاه سیمه کې یوه پوسته نیولې ۵ پولیس یې وژلي او ۴ نور یې له ځانه سره وړي.



