(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۳) د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې په يوه پوځي قرارګاه موټربم بريد شوی چې په ترڅ کې يې عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغې ولايت د والي وياند عمر ځواک وايي، بريد د يادې ولسوالۍ په سيد اباد کلي کې پر يوه امنيتي مرکز شوی دی.
ځايي سرچينې وايي، بريد د سرحدي پوليسو د څلورمې ليوا په لومړي ټولي شوی او د لومړنيو معلوماتو پر اساس په بريد کې شپږ پوليس وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د سرحدي ليوا مطبوعاتي مسئول جنت ريحان وايي، بريد د مازدا ډوله موټر په واسطه ترسره شوی دی.