(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۴) د ننګرهار ولايت د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکي وايي، په دې ولايت کې د نا امنيو او هدفي وژنو سوداګر تېښتې ته اړ کړي او ډيری سوداګرو خپلې پانګې بهرنيو هېوادونو ته لېږدولي دي.
په ننګرهار کې د سوداګرۍ رئيس شيرعلم اموال رسنيو ته ويلي، د دې ولايت ډیری سوداګرو خپلې پانګې ترکيې، دوبۍ او نورو بهرنيو هېوادونو ته انتقال کړي چې دا چاره د هېواد په اقتصاد ناوړه اغيز لیرلی شي.
نوموړی زیاتوي، چې تر دې مخکې يې هم په دې اړه له چارواکو سره خبرې کړي څو د سوداګرو امنيت ته پاملرنه وکړي خو د ځواکونو د کمښت له کبله نه دي توانېدلي چې دغه ستونزه حل کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې په دې ولايت کې سوداګر د نا امنيو خبره کوي، څه موده مخکې د دې ولايت سوداګرو د غلاوو، انسان تښتونو او نا امنيو له کبله خپل کاروبارونه تړلي و او له دولت څخه يې د جدي اقدام غوښتنه کوله.
د ننګرهار سوداګر وايي، د لویو لارو سربيره په جلال اباد ښار کې هم په امن نه دي په رڼا ورځ د وسله والو غلو له لوري لوټل کېږي او پيسې ترې اخيستل کېږي.
د جلال اباد ښار اوسېدونکي وايي، په ښار کې د وسله والو شتون جرمي پېښې، انسان تښتونې او غلاوې زياتې کړي چې دوی يې په اړه سخت اندېښمن دي.
دوی وايي، په ښار کې نا مسووله وسله وال فعاليت کوي چې ډیری يې د سيمه ييزو چارواکو شخصي مليشې دي او په ځينو جرمي پېښو کې لاس لري.















