جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

غني د جګړې پر بنسټ د سولې ماڼۍ جوړوي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
مارچ 15, 2018
کټګوریانې: سرمقاله
0
154
ځلې شریک شوی
100
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

سرلیکنه

اشرف غني د جمهوري ریاست د انتخاباتو د کمپاین او بیا د حکومت له پیله دا غږ کوي چې په هېواد کې یې کاري لومړیتوب د جګړې پای ته رسول او سوله ده. تېره ورځ یې بیا، په داسې حال کې چې حکومت یې له هرې خوا اختلافاتو شړولی دی، وویل: د ملي وحدت حکومت به په افغانستان کې د سولې، ثبات او هوساینې بنسټ کېږدی.

دا وینا چې اوس اشرف غني وکړه د نورو هېوادونو مشرانو خپلو ولسونو ته په وار وار کړې ده، اشرف غني به ترې اورېدلې وي. خو اشرف غني باید د خپل او نورو هېوادونو ترمنځ توپیر هم وکړي.

 په نورو هېوادونو کې سوله، ثبات او هوسا ژوند د سولې پر بنسټ برابرېږي. هغه واکمن چې په خپل هېواد کې یې، پخپل واک د سولې او ثبات بنسټ ایښی وي بیا پرې د هوسا ژوند ماڼۍ هم جوړوي.

اشرف غني ته خو امریکا د بن په غونډه کې د جګړې بنسټ ایښی. کرزي په دوه دورو کې د جګړې پر بنسټ بل د سولې بنسټ کېنښود او نه یې د جګړې پر بنسټ د سولې مانۍ جوړه کړه. اشرف غني به یې پرې په داسې وخت کې څه جوړه کړي چې ۶۰ سلنه خاوره ترې طالبانو نیولې ده؟

طالبان جګړه نه کوي، جګړه پرې تپل شوې ده، اړ دي چې د خپل ولس دفاع وکړي. طالبانو تل د سولې غږ پورته کړی، خو د رښتینې سولې – د هغې سولې چې په افغانستان کې پرې جګړه پاې ته ورسېږي. نه د امریکا سوله، چې نوم د سولې اخلي او د جګړې د دوام لپاره افغانستان ته بیا پوځونه او جنګي الوتکې رالېږي.

طالبان هر وخت سولې ته حاضر دي، خو امریکا نه، چې نوم د سولې او په عمل کې جګړه کوي. اشرف غني دا تبلیغوي چې طالبان ورسره سولې ته نه دی حاضر شوي. دا سوله نه ده. د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره د ټرمپ په نوې سټراټیژۍ کې د سولې نوم هم نه شته، ټوله سټراټیژي پر جګړه څرخي. امریکا د بن په غونډه کې په افغانستان کې د جګړې بنسټ ایښی او اشرف غني پرې اوس د سولې ماڼۍ جوړوي..!!

اشرف غني سره له دې چې ځان ته اقتصادپوه هم وايي بیا هم تکراروي چې افغانستان به هیڅ وخت شا ته ونه ګرځي. که د اشرف غني موخه د افغانستان تجزیه یا د تل لپاره د امریکا مستعمره کېدل وي، نو په رښتیا تراوسه لا افغان مجاهد ولس له قربانیو او د بهرنیانو په مقابل کې له مقاومته شا ته نه دی ګرځېدلی، یانې له منځه نه دی تللی.

افغان ولس په خپل هېواد کې د سولې او ثبات لپاره قرباني ورکوي، هوسا ژوند غواړي؛ خو د جګړې پر بنسټ هیڅ وخت د سولې ماڼۍ نه جوړېږي. افغان ولس هغه وخت د هوسا ژوند خاوند کېږي چې په هیواد کې د امریکا لخوا د جګړې د دوام عوامل له منځه یووړل شي.

افغان ولس به هغه وخت له کورونو د جنازو د وتلو، ویر او ساندو پر ځای له هوسا ژونده برخمن شي چې امریکا پر افغان ولس له تپل شوې جګړې لاس واخلي او افغانان په خپلو کې یوې بین الافغاني غونډې او مذاکراتو ته پرېږدي.

اشرف غني باید په دې ښه ځان پوه کړي چې په افغانستان کې د امریکا لخوا د جګړې پر ایښودل شوي بنسټ، نه د سولې بل بنسټ او نه د سولې ماڼۍ جوړېږي.

مخکینې مطلب

غزني: د زردالو د پروسس مرکز د جوړېدو ډبره کېښودل شوه

بل مطلب

ننګرهار: نا امنيو سوداګر تېښتې ته اړ کړي

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com