فاریاب: طالبانو د یکه توت په ګډون له ګڼو ساحو څخه دولتي ځواکونه ايستلي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۵ فرید افغان)

د فاریاب د ولایتي شورا غړي وایي چې د دې ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ اړوند د یکه توت پراخه سیمه د طالبانو لاس ته لويدلې.
د فاریاب د ولایتي شورا رئیس محمدطاهر رحماني وایي طالبانو د کمانډو ځواکونه محاصره کړي او د یکه توت په ګډون ګڼې سیمې یې د دولت ځواکونو له واکمني څخه ايستلې.
سیمیز خلک وایي؛ طالبانو د دې ولسوالۍ ډیری سیمې له اربکیانو او د عملیاتو په موخه له راغلو کمانډویانو څخه تصفیه کړې او افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
طالب یاند قاري یوسف احمدي بیا ویلي ؛ د پښتون کوټ اړوند سنګ زرد،یکه توت،کهنه قشلاق، په سیموکي یې نن سهار خپل پیل کړي عملیات پای ته رسولي.
طالبانو دیوې قرارګاه او ۵ پوستو د نیولوادعا هم کړې او تر څنګ یې خبر ورکړی چې ۵۰۰ کورونه یې داربکيانو له پوښښ څخه تصفیه کړي.
طالبانو د ګڼو وسلو اومهماتو د نیولو خبر هم ورکړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button