(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۶) يوه فلسطيني موټر چلوونکي په لويديځه غاړه اسرائيلي پوځيان پر موټر وهلي او څلور عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د اسرائيلو د دفاع وزارت وايي، پېښه تېره ورځ د جنين ښار ته نږدې د یعقوب په سيمه کې رامنځته شوې چې له کبله يې يو اسرائيلي افسر او يو پوځي وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان دي.
ځايي رسنيو د اسرائيلي چارواکو له قوله ليکلي، چې د دوو تنو ټپي شويو اسرائيلي پوځيانو روغتيايي حالت هم ښه نه دی.
د اسرائيلي پوځ سرچينې وايي، بريد کوونکی فلسطينی دی، شپږ ويشت کاله عمر لري او تر دې مخکې يې د اسرائيلي په زندان کې هم بند تير کړی چې اوس مهال ټپي شوی او په روغتون کې د تداوۍ لاندې دی.
تر اوسه معلومه نه ده چې دا ترافیکي پېښه ده او که فليسطيني غوښتل چې په قصدي ډول دغه اسرائيلي عسکر په موټر ووهي.
دا لومړی ځل نه دی، بلکې تر دې مخکې هم د فلسطيني ځوانانو له لوري اسرائيلي اشغالګر پوځيان په موټرو وهل شوي او وژل شوي دي.


















