خوست: د هاوان مرمۍ چاودنه کې دوه کوچنيان وژل شوي اوولس ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۷) د خوست ولايت په نادشاه کوټ ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ چاودنې له کبله نوولس کوچنيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

يوې سيمه ييزې امنيتي سرچينې رسنيو ته ويلي، پېښه تېره ورځ د يادې ولسوالۍ د ځنيځېلو سيمې په سبين کوڼ کلي کې رامنځته شوې ده.

د سرچينې په وينا، چاودنه د يوې ديني مدرسې تر څنګ شوې او پکې دوه تنه کوچنيان وژل شوي او اوولس نور ټپيان دي.

سرچينه زياتوي، په پېښه کې د وژل شويو او ټپيانو کوچنيانو عمرونه له اتلسو کلونو کم دي په خبره يې چې دغې کوچنيانو د هاوان پر مرمۍ لوبې کولې ځکه يې چاودنه کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button