(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۷ فرید افغان)
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د خبر تر مخه؛ امریکا غواړي د کابل په مختلفو سیمو کې شپینۍ چاپې او کور په کور تلاشي پیل کړي.
ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکایي جنرال جان نیکولسن له قوله ویلي؛ د دې چاپو رهبري به امریکایي ځانګړي ځواکونه ترسره کوي او د امریکا څارګره اداره به هم خپل معلومات له افغان ځواکونو سره شريکوي.
واشنګټن پوسټ ویلي؛ دا د هغه امنیتي پلان یوه برخه ده چې په کابل کې د وسلوالو دبریدونو د مخنیوي او هغوی د پټن ځایونو د له منځه وړلو په خاطر امریکایانو او افغان حکومت په ګډه طرحه کړی.
ورځپاڼه وایي؛ چې د یاد پلان تر مخه به د کابل د دروازو امنیت د پولیسو پرځای د ملي اردو ځواکونو ته ورسپارل کیږي.
د پلان ترمخه به لومړی امنیتي کمربند د ښار په څنډو کې وي، او دویم کمربند به د ښار په زړه کې له حساسو امنیتي او دولتي ودانیو، د بهرنیو ځواکونو له پوځي اډو او بهرنیو سفارتونو تاو وي.
د ولسي جرګې غړي او عام خلک دې پلان ته د شک په سترګه ګوري او زیاتوي چې کابل ښار امنیت له بهرنيانو افغان ځواکونه ښه تامینولی شي، دوی باید په ولایاتو کې د جګړو لومړیو کرښو ته لاړ شي.
د ملي شورا غړي وایي؛ ښایي دا پلان په پلازمینه کې له عامو خلکو او دولتي چارواکو ورکړل شوې نسبي ازادي هم واخلي.
دوی وایي؛ چې ښایي په دې سره د حکومت هر سیاسي مخالف ته د وسلوال په سترګه و کتل شي او ډیری بیګناه خلک به د مختلفو توطیؤ ښکار شي.
باید وویل شي؛ چې امریکایانو له وړاندې د کابل ډیری سیمې د ګرین زون یا امنو ساحو په نوم د عامو ولسي خلکو پرمخ تړلې او د دې پلان په تطبیق سره ویره ده چې ټولې مرکزي سیمې به د ولسي خلکو پرمخ وتړل شي.


















