سرلیکنه
امریکا په تېرو ۱۷ کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو پر خلاف د ناټو او خپل پوځونه په پوره زور سره وجنګول؛ خو جګړه یې ونه ګټله. د تاواني جګړې له امله یې اقتصاد مخ په زوال شو. په امریکا کې یې خپل ولس له افغانستانه د پوځونو د راایستلو غوښتنې وکړې. په سنا مجلس کې سناتورانو په ډاګه په افغانستان کې د امریکا لخوا د پیل کړل شوې جګړې مخالفت وکړ، چې د جګړې ناکامي او بدنامي د ټرمپ ادارې ته پاتې شوه.
دوه میاشتې دمخه، ټرمپ په غرور سره وویل چې طالبان به د جګړې په زور ماتوو. خو اوس د امریکا پالیسي دا ده چې افغان حکومت او طالبان خبرو ته سره کښېنوي او ځان له تاواني جګړې وژغوري.
امریکا د افغان حکومت او طالبانو په خبرو جګړه پای ته نه رسوي. سوله د طالبانو (افغان ولس) د ګاونډیو او سیمې د هېوادونو ارمان دی، خو امریکا په افغانستان کې سوله نه، د جګړې دوام غواړي او دا یې د پلان یوه برخه ده.
امریکا افغان حکومت ته له طالبانو سره د خبرو په واک نه ورکولو او د طالبانو د مشروع غوښتنو په غیر مشروع ګرځولو نړیوالو ته ښکاره کوي چې طالبان او افغان حکومت په خپلو کې نه سره جوړېږي. که امریکا افغان حکومت ته د سولې واک ورکړي، تر بین الافغاني خبرو د افغان مسئلې د حل بله غوره لار نشته.
اشرف غني د کابل په پروسه کې اعلان وکړ چې له طالبانو سره له هر ډول قید و شرط پرته د سولې خبرو ته چمتو دی. خو دغه بې قید او شرطه، چې غني یې له طالبانو سره خبرې کوي، د امریکا د هغه پلان برخه ده چې په جګړه کې یې له ناکامۍ ورسته عملي کوي.
طالبانو دمخه هغه ټول تش وړاندیزونه چې د سولې په اړه ورته شوي دي رد کړي دي، خو تراوسه پورې یې چې د اشرف غني دې وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی په همدې خاطر چې دا وړاندیز په افغانستان کې د تلپاتې سولې وړاندیز نه دی، امریکا او حکومت ته د طالبانو تسلیمېدل دي.
طالبانو په وار وار له افغان حکومت سره د سولې خبرې رد کړي او له امریکا سره یې مخامخ مذاکراتو ته چمتووالی ښوولی دی. دا په دې خاطر چې نه جګړه د افغان حکومت په واک کې ده او نه سوله. د طالبانو دغه تګلاره دا راپه ګوته کوي چې افغان حکومت د مذاکراتو او جنګ د پای ته رسولو واک نه لري، ځکه ورسره ناکامو خبرو ته نه کښېني.
څه موده دمخه چې طالبانو امریکا ته پرانیستی لیک واستاوه، له هغه څرګندېږي چې له امریکا سره پر مسئله خبرې کوي نه له افغان حکومت سره.
د جاکارتا ګلوب په نوم یوې انډونیزیايۍ ورځپاڼې څو ورځې دمخه خبر ورکړ چې د پاکستان او افغانستان یو شمېر دیني عالمان به په انډونیزیا کې سره راټول شي او د افغانستان جګړې ته به د پای ته رسېدا لاره هواره کړي. افغان حکومت او امریکا دې غونډۍ ته بل رنګ ورکوي، له همدې لارې غواړي د دیني عالمانو په خوله د طالبانو مشروع او فرض مقاومت ته نامشروع مقاومت او تروریزم ووايي. طالبانو په یوه رسمي اعلامیه کې د افغانستان او پاکستان له دیني علماوو وغوښتل چې په انډونیزیا کې په جوړېدونکې غونډه کې ګډون ونکړي.
که حقیقت ته نظر وشي، دا د طالبانو لخوا له افغان حکومت سره د خبرو نه کولو ځواب دی، چوپ پرې نه دي پاتې؛ دا بېله خبره ده چې امریکا د افغان حکومت او طالبانو په خبرو د بایللې جګړې لپاره خپل پلان عملي کوي.

















