”موږ چاکلېټ ورکوو دوی مو په ډبرو وُلي“: رومانیايي عسکر د افغان ماشومانو له هرکلي زړه چاودي دي

په کندهار کې مېشت رومانیايي عسکر چې په زغره والو ټانکونو کې له خپل بېسه ووځي، لومړی د سیمې له پښې لوڅو او غریبو ماشومانو سره مخ کېږي، په لاس کې یې ډبرې وي او د رومانیايي عسکرو هرکلی کوي – داسې هرکلی چې د رومانیا ”سوله ساتي“ عسکر یې نور زړه چاودي کړي دي.

د رومانیا د آبزرویټر ټلوېزون خبري ټیم په کندهار کې د رومانیايي عسکرو بېس ته ورغلی او له هغوی سره یې په یوه کاروان کې سفر کړی دی. په کندهار کې مېشتو رومانیايي سرتېرو د سیمې له هلکانو شکایت ورته کړی دی.

د رومانیا د سرتېرو د بېس شاوخوا سیمه صحرا او رېګ دی. له بېسه د وتلو په وخت کې سرتیري له ځان سره څه چاکلېټ، کتابچې او جوسونه هم وړي چې په لار کې یې ولاړو ماشومانو ته ورکړي. ماشومانو هم لاسونه او جېبونه له ډبرو ورته ډک کړی وي.

یوه رومانیايي عسکر ابزرویټر ټلوېزون ته ویلي، ”ماشومان ډبرې راغورځوي. خو زه فکر کوم چې پرېږده، ماشومان دي.“

یو بل سرتېري ویلي، ”زه نه پوهېږم چې د دوی له موږ سره څه کار دی، ولې مو په ډبرو وُلي. [له ډبرو] د ځان ساتنې لپاره چې هر څومره لیرې تللای شو، درځئ ولاړ شو.“

آبزرویټر ټلوېزون د رپوټ په پای کې ویلي چې په ټول کندهار کې رومانیايي سرتېري یواځې په خپل بېس کې د امنیت احساس کوي، ”خپل بېس ته ننوتل د امنیت احساس درکوي – که څه هم دلته د دې خبرې هیڅ ضمانت نشته چې د سبا سهار د لمر څرک به وینې.“

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button