ډي هېل نشریه:امریکا د شړیدلې ستراتیژي په مټ د طالبانو پر وړاندې جګړه نه شي ګټلی

په دې وروستیو کې د امریکایي مطبوعاتو پام یوځل بیا افغانستان ته اوښتی او په ورځنۍ توګه کابو هره رسنۍ د افغان جګړې د زیاتوالي، د طالبانو د پرمختګونو او نورو امنیتي مسائلو په اړه خپل معلومات شريکوي.
دوی دامریکایانو د ناکامه تګلارې، د مذکراتو د وړاندیز په اړه د طالبانو د مرموزې چوپتيا او ورته نورو مسایلو په اړه اوږده څیړنیز راپورونه ورکوي.
داځل د ډي هیل نشریې د امریکایانو ستراتیژي شړیدلې او له کاره لويدلې بللې.
هیل ویلي امريکا ډیر مسایلو ته سطحي کتنه کړې او یواځې په نظامي لارو تکیه کوي.
هيل وایی؛ امریکا دې له ۶۰۰۰ ورځنۍ جګړې عبرت واخلي او او د دې تمه دې نه کوي چې دا جګړه به د دوی دغه پالیسۍ وګټي.
د هیل په خبره؛ امریکا باید د سیاسي لارو د جګړوپه قابو کولو کې ژمنتیا څرګنده کړي او د افغان پوځ په روزلو کې هڅې ګړندۍ کړي.
تر دې وړاندې د نیویارک ټايمز ورځپاڼې هم د سوزان رايس یوه لویه مقاله خپره کړې وه چې پکې د امریکا روانه ستراتیژي ماتیدونکې بلل شوې وه او طالبان د دې هیواد په لوی اکثریت برخې واکمن بلل شوي و.د نیویارک ټايمز ویلي و چې، د جګړې په ډګر کې د طالبانو غښتلتیا، او له ښاري سیمو پرته په نور ولس کۍ د طالبانو ملاتړ افغان او امریکایي ځواکونه له ماتې سره مخ کړي



