(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۷) تېره شپه ګډو ځواکونو د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ وزير ټټنګ سيمه کې پر يوې دينې مدرسې چاپه کړې چې له کبله يې شپږ زده کوونکي وژل شوي دي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر دغه عمليات تاييدوي او د يادې سرچينې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د عملياتو پر مهال د يو قومندان په ګډون پنځه طالبان وژل شوي دي.
خو د وزیر ټټنګ د پاچا کلا سيمې يو تن اوسېدونکي مجيب الرحمن کابل ټکی کام ته وويل، ګډو ځواکونو په (دارلعلوم زبيريه مدرسه) چاپه کړې، د مدرسې يو ښوونکی او پنځه زده کوونکي يې وژلي دي.
نوموړی وايي، دا لومړی ځل نه دی چې امريکايي او افغان ځواکونه په دغې مدرسې عمليات کوي بلکې تر دې مخکې يې هم ورته ډول چاپه اچولې وه او د مدرسې طالبانو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.
شاوخوا درې مياشتې وړاندې هم په ياده مدرسه د ګډو ځواکونو له لوري عمليات ترسره شوي و چې د ځايي اوسېدونکو په وينا د دوو ماشومانو په ګډون پکې څلور تنه د مدرسې زده کوونکي وژل شوي و.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ګډو ځواکونو د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د شپنيو عملياتو پر مهال شپږ ملکي وګړي چې ټولو په خپلو پټيو اوبه لګولې وژلي و او درې تنه نور بيا د سيمه ييزو پوليسو له لوري هغه مهال ووژل شول کله چې د يادو کليو خلکو د اعتراض په ډول د وژل شويو کسانو جسدونه د ولسوالۍ مخې ته وړل.
ډيری وخت د امريکايي او افغان ځواکونو په شپنيو عملياتو او هوايي بريدونو کې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوړي خو حکومتي چارواکي يې په اړه هيڅ غبرګون نه ښيي او په اړه يې چوپه خوله دي.


















