غزني او پکتیکا کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۷ فرید افغان)
د غزني ځایی چارواکي وایی؛ چې طالبانو تیره ورځ د مرکز اړوند د قلعه قاضي او خاک غریبان سیمو کې پر میشتو پوستو بریدونه کړي.
د غزني د والي ویاند عارف نوري وایي؛ د طالبانو په بریدونو کې ۵ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي .
نوموړی وایي؛ چې د کومکي ځواکونو په رسیدلو سره ۲۰ طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.
طالبانو د برید پخلی کړی او په یوه خبرپاڼه کې يې و یلي چې تیره شپه یې د مرکز اړوند د خاک غربیان سیمه کې پر پوسته چاپه وهلې چې د پوستې په ګډون یې څو میله اسلحه هم نیولې.
طالبانو ویلي چې په دې برید کې یې ۷ پولیس وژلي.
بل پلو له پکتیکا څخه راپورونه وایي چې طالبانو د دې ولایت د جانیخیلو ولسوالۍ اړوند د هستۍ په کلي کې د محلي پولیسو یوه پوسته نیولې.
طالبانو ویلي؛ چې په دې بریدونو کې یې۵ اربکیان وژلي او پوسته یې سره له ټولو مهماتو نیولې.
د پکتیکا ځایي چارواکو په دې تړاو کوم وضاحت نه دی کړی.



