هلمند: افغان دولت  او طالبانو یو او بل ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعاوې کړې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۷ فرید افغان)

طالبانو او حکومتي چارواکو د هلمند په مختلفو سیمو کې یوه او بل ته د تلفاتو د اړولو ادعاوې کړې.
د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزيري ویلی چې؛ د هلمند په ګرشک، نادعلي ، نهرسراج، سنګین او مارجې ولسوالیو کې یې په هوایي بریدونو کې ۲۹ وسلوال طالبان وژلي او د هغوی یو مرکز یې تخریب کړی.
دولت وزيري همداراز له طالبانو څخه د یو شمیر وسلو د نیولو ادعا هم کړې.

بل پلو طالبانو ویلي چې د دې ولایت په سرخدوز او تریخ زابر سیمو کې یې په ګڼو پوستو لیزري بریدونه کړي او ۲۷ پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
طالبانو همداراز د مرکز لشکرګاه اړوند په چارګل پمپ سیمه کي دفارم پوسته نیولې او ۷ امنیتي ځواکونو ته یې دمرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې.

طالبانو د مارجې ولسوالۍ د علیزو چهار راهي سیمه کې تللې عملیاتي قوه باندې سخته جګړه کړې او ادعا یې کړې چې د دې بریدونو په ترڅ کې یې ګڼو پولیسو او اربکیانو ته مرګ ژوبله اړولې.
طالبانو همداراز خبر ورکړی چې هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ نثاراحمد چهار راهي سیمه کې یې څلور امنیتي ځواکونه مخامخ په (سنایپر) ويشتلي.
‏‎طالبانو په نادعلي ګرشک او سنګین کې هم ګڼو امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button