کابل: په دوو جلا چاودونو کې درې تنه وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۷) د کورنيو چارو وزارت وايي، نن سهار د پغمان ولسوالۍ مربوط د پنبه په سیمه کې چاودنه شوې چې له کبله يې دوه تنه وژل شوي او يو تن ټپي دی.

په ورته وخت کې د کورنيو چارو وزارت د مرستيال وياند نصرت رحيمي رسنيو ته ويلي، نن سهار په ديارلسمه امنيتي حوزه کې يو پر يو تن د لاسي بم چاودنه کړې په ترڅ کې يې بم لرونکی کس وژل شوی او د کوثر په نوم د خصوصي ليسې يو زده کوونکی ټپي شوی دی.

تر اوسه د دواړو بريدونو هدف نه دی معلوم او مسئولیت هم چا په غاړه نه دی اخيستی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button