(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱) څو شيبې مخکې د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې مربوط د علي اباد روغتون ته څېرمه سيمه کې چاودنه وشوه چې له کبله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کابل د امنيې قومندانۍ وياند عبدالبصير مجاهد په لومړنيو معلوماتو کې رسنيو ته وويل، چې سرتيری بریدګر پلی روان و او غوښتل يې چې د کارته سخي په زيات کې ځانته چاودنه ورکړي خو اصلي سيمې ته له رسېدو مخکې يې ځانته چاودنه ورکړې او مرګ ژوبله يې اړولې ده.
ويل کېږي، هر کال د کارته سخي زيارت ته څېرمه په علي اباد روغتون کې د نوي کال مراسم ترسره کېږي.
ځينو سرچينو ويلي، چې چاودنه د موټربم سرتيري بريدګر په واسطه شوې ده.
تازه د افغانستان د کورسنيو چارو د وزارت وياند نصرت رحيمي وويل، په چاودنه کې ۲۶ کسان وژل شوي او اتلس تنه نور ټپيان دي.
تر اوسه معلومه نه ده چې وژل شوي کسان دولتي کارمندان دي او که ولسي وګړي دي.
خو ځايي سرچينې وايي، چې د نوي کال مراسمو کې د ګډون لپاره يادې سيمې ته د خلکو تګ راتګ کېده چې پر مهال يې چاودنه رامنځته شوې ده.
تر اوسه د چاودنې مسئوليت هم چا په غاړه نه دی اخيستی.


















