(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱) د سمنګان ولايت د امنيې قومندانۍ وياند منير رحيمي وايي، تېره ورځ ناوخته د کابل، مزار په لويه لاره په يوې ترافیکې پېښې کې څلور تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړی زياتوي، يو وړوکي موتر له بار وړونکي موټر سره ټکر کړی او څلور تنه پکې ځای پر ځای وژ شوي دي.
د رحيمي په خبره، دغه ترافيکي پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له کبله رامنځته شوې ده.
په هېواد کې د ترافیکو پېښو ستر لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي او د سړکونو خرابوالی بلل کېږي چې سلګونو کسانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


















