یهودانو! افغانان «عربان» نه دي!/ هېواد ریان

نوې اوازې داسې دي، چې اسرائیل غواړي د افغانستان جگړې له‌پاره ۹۰ یهودي عسکر راولېږي. تراوسه دغه خبره یوازې تر اوازو پورې محدوده ده او کېدای شي حقیقت هم ولري. ځکه د امریکا په مشرۍ د افغانستان جگړې ته د ډېرو هېوادونو پوځیان راغلي او بېرته تللي دي. دلته په هېچا ټاپه نه ده لگېدلې، چې دغه عسکر د کوم ځای او د کومو هېوادونو په پاسپورټونو راغلي دي. څو میاشتې وړاندې داسې اوازې هم خپرې شوې، چې عرب متحده امارات غواړي افغانستان ته هغه پوځیان راولېږي، چې اصلاً پاکستانیان دي. امریکا درگرده په ټوله نړۍ گرځي او د افغانستان جگړې له‌پاره کرايي عسکر راټولوي. څو کاله وړاندې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ۱۵۰زره عسکر مېشت وو؛ خو یوه ذره بریا یې خپله نه کړه. اوس هم د امریکا او ناټو ۲۵زره عسکر په افغانستان کې مېشت دي؛ خو طالبان لگیا دي ولسوالۍ نیسي او د خپلو فتوحاتو سیمې پراخوي.

له یوې خوا امریکا او افغان حکومت پر جگړې ټینگار کوي او دواړه لوري غواړي روانه جگړه په زور وگټي؛ خو نه یې زور، نه زاري او نه یې گواښونه کومه پایله ورکوي؛ بلکې جگړه ورځ تر بلې پېچلي کېږي او د جگړې مهم اړخ طالبان پیاوړي کېږي.

افغانستان ته د بهرنیو عسکرو رالېږل او بېرته تلل یوازې د امریکا په خوښه ترسره کېږي او له دې چارې افغان حکومت خبر هم نه دی. کېدای شي دا ځل امریکا ۹۰ یهودي عسکر افغانستان ته راولېږي او دلته یې په طالبانو ووژني.

اسرائیل څوک دي؟

کله چې پخوانۍ برېتانیې پر فلسطین یرغل وکړ؛ نو د برېتانیې د هغه وخت لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر بلفور په وخت ۱۹۱۷ز کال کې فلسطین ته د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو یهوادنو سفرونه پیل شول. باالاخره د ملگرو ملتونو، برېتانیې، روسیې او امریکا په ملاتړ فلسطین په دوو برخو ووېشل شو او د اسرائیلو په نامه په کې حکومت جوړ شو. د ۱۹۴۷/۱۱/۱۹ برېتانوي عسکر له فلسطین ووتل او په ۱۹۴۸ز کال کې اسرائیلو خپل حکومت اعلان کړ، چې ۱۱ دقیقې وروسته امریکا په رسمیت وپېژانده. دغه هغه وخت و، چې عثماني خلافت له منځه تللی و او مسلمانان د نړۍ په گوټ ـ گوټ کې د یهودانو او عیسویانو تر بریدونو لاندې وو.

د اسرائیلو ټول نفوس ۸،۴۵۲،۸۴۱میلیونه دی؛ خو د عربانو بیا اوسنی نفوس له ۲۶۳ میلیونونو اوړي. ډېری عربان د امریکا او اسرائیلو تر گواښ لاندې دي. له ۱۹۴۸ نه تر ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ د عربانو او اسرائیلو ترمنځ درې ځلې جگړه شوې، چې له بده مرغه دغه جګړې هم عربانو بایللې دي. د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ هره ورځ لاس په لاس جگړه روانه وي. په تېرو ۷۰ کلونو کې زرگونه فلسطینیان د اسرایئلو له لوري شهیدان شوي، کورونه یې ویجاړ شوي او پر غزې تړانگه جگړه خو درې کاله مخکې هم نښتې وه.

امریکا باید څه وکړي؟

امریکا په تېرو اوولس کلونو کې په افغانستان کې هر ډول قوت وکاراوه. د نړۍ پرمختللې وسلې، مجهز عسکر، قومندانان او کرايه شوي عسکر یې افغانستان ته راولېږل؛ خو ډېری یې نیم ژوانده بېرته تللي دي. جورج ډبلیو بوش، بارک اوباما او اوسني ټرمپ ټولو د افغانستان د جگړې په گټلو کې پوره زور وکړ؛ خو ورځ تر بلې ذلیله کېږي او د روانې جگړې د پای ته رسولو آله په لاس نه ورځي.

امریکا باید نوره له افغانستانه ووځي. موږ له امریکا سره هېڅ ډول شریک ارزښتونه نه لرو. نه هم دینه یو، نه هم ژبي یو، نه قومیان یو، نه راسره ګډه پوله لري او نه د افغانستان له خاورې امریکا ته کوم گواښ متوجه دی. نه امریکا روانه جگړه گټلی شي، بلکې ورځ تر بلې د امریکا اقتصاد مخ پر ځوړ روان دی. امریکا د روان کال له‌پاره ۴۵ بیلیونه ډالر د افغانستان جگړې ته ځانگړي کړي؛ خو له دې سره به بیا هم د روانې جگړې د بریا موکه ونه گوري.

د ملي یووالي حکومت چارواکو ته!

د ملي یووالي حکومت داسې مهال رامنځته شو، چې ناټو او امریکا له افغانستانه زرگونه عسکر ایستلي وو. دلته محدود شمېر امریکایان پاتې وو، چې یوازې یې افغان عسکرو ته مشورې ورکولې. دوی باید د افغانستان اوسني حقایق درک کړي. که دوی یې مني او که یې نه مني، طالبان یو قوت دی. طالبان د افغانستان له نیمايي پر ډېره خاوره واک لري. له امریکا سره خپلې اړیکې پرې کړي او د افغانستان سوله‌ییز حل دې راپیدا کړي.

یهودي پوځیانو ته!

زه عربو ته پېغور نه ورکوم، خو اسرائیل باید پوه شي، چې افغانان عربان نه دي. دوی مرگ ته هسکه غاړه ورځي. دوی له مرگه وېره نه لري، دوی په خپل هېواد کې پردي عسکر نه غواړي، دوی ته جهاد د هر څه نه سپېڅلی ارزښت دی او په دغه لاره کې یې پر قربانیو کتابونه لیکل شوي دي.

موږ چې برېتانیې، روسیې او اوسنۍ امریکا پر ضد جهاد کړی، ستاسې پر ضد یې هم کولی شو. تاسې هم خپلو هېوادونو ته شل او شوټ لېږلی شو او تاسې به هم دلته ماتې خورئ. ان شاء الله

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button