لیکوال: مجیب بریال
اشرف غنیه! لومړۍ مې په هغه نیالګي سلام دی، چې نن یې له سپڅلې ادرسه یوه نمایشې ګټه پورته شوه، هغه بې وسه نیالګی چې هر ډول خلک یې له نوم نه هر ډول ګټه پورته کوي؛ خو دی هماغسې خپل رنګ نه بدلوي هر چاته، هر وخت او هر ځای یو شان وي. سلام
اشرف غنیه! ښایې چې اول به زما خبرې تاته ونه رسیږې؛ که ورسیږې ته به ورته پام ونکړي، که بیا هم ورته پام وکړي؛ ښایې په بل ډول یې تعبیر کړي، دا ځکه، چې زما په خبرو کې یو تریخ حقیقت پروت دی، او ستا تیرې حوصلې ته په کتو به زما خبرې ونه زغملای شې.
اشرف غنیه! زما خبرې ستا د کړنو او پالیسۍ بشپړې مخالفې دي، دا په دې معنا چې ستا کړنې باید داسې نه وای؛ بلکې اسلامیت او افغانیت یې په تندي کې لږ څه برېښدلای؛ خو نه! نشته پکې؛ بلکې بوی یې هم نه پکې حس کیږي.
اشرف غنیه! نن مې ستا هغه تصویر، چې له ملګرو سره یو ځای د داسې مهال کښلی وو، چې د نوي کال لومړۍ ورځ وه، او تاسې د یو نیالګي په کښینول بوخت وی ولید، تصویر ته په کتلو کې یې راته ډیرې داسې خبرې وکړې، چې ما یې ځواب نه لاره؛ البته د اوښکو په څاڅولو مې ځان ور څخه خلاص کړ.
اشرف غنیه! تا چې دغه نیالګی کښینولو، او خلکو ته د په نمایشي توګه دا ور وښودله، چې ګویا دغه نیالګی موږ د ګران هیواد د سمسور تیا په هیله کښینوو، ایا هغه په لسهاوو بې ګناه نیالګي د سترګو ته ودریدل، چې ستاسې په لاسو له بیخه وویستل شول؟
اشرف غنیه! هغه معصوم نیالګي چې په زرهاوو بې وزله سپنږیو افغانانو له یو عالم ارمانونو سره په خورا سختۍ کښینولي وو، په ډیرو سختو توپانونو کې یې د هغوی ساتنه کړي وه، او ستاسې په لاسو یې ځیګرونه سوري ـ سوري شول؛ ایا د هغه نیالګي ځواب لارې؟
اشرف غنیه! هغه سپیڅلي نیالګي، چې ډیرې زوریدلې تورسرې افغانې کونډې، د تاندو هیلو سره جوړه، د هغوی تنکۍ سیورې ته د دراندو ستومانیو وروسته د دمې اخیستلو لپاره ناستی کاوو؛ ستاسې په لاسو یې د دغه مظلوم نیالګي هره پاڼه د بمونو په برچو ورژیده او هر ښاخ یې غټ غټ مات شو؛ ایا هغو نیالګیو، او هغو تورسریو ته څه ځواب لري؟
اشرف غنیه! زه نور څه نه وایم؛ دومره وایم، چې تاسې د دې ولس په میلونونو بې ګناه نیالګي د بمونو په باران کې خزان کړي، او د دغه یو نیالګی کښینول به تاسې ته د خلاصون ځواب جوړ نشي.


















