لیکنه: الهـــام البـــدري
له هغه پیره چې انسان په نړۍ دژوند تېرولو پل کېښود او دیوه الهي قانون دخپرولو لپاره یې هلې ځلې پیل کړې، له فتنو او فسادونو سره لاس او ګرېوان شو،
بریا او شکست یې دحالاتو په تو پير سره بدلون مونده، کله به فتنو دومره زور واخست چې په ترګمۍ کې به یې دحق څریکه نه تر سترګو کېده،
او کله به حق دومره غالب او ځواکمن شو چې تمامې فتنې به یې په دار وزړولې،
دوخت په تېرېدو سره نوې نوې فتنې زېږېدلې، چې هره یوه به له تېرې بلې پیاوړې او ځواکمنه وه، په دغه سلسله کې داستشراق په نامه یوه زهرجنه فتنه وزېږېده، دیادې فتنې دمنځته راتلو لامل دا و، چې کله غربیان اسلامي هیوادونوته ورننوتل او دمسلمانانو داخلي تعلقات او کړنې یې له نژدې تر څېړنې لاندې ونيولې، بلاخره دې نتیجې ته ورسېدل چې داسلام دنړیوالتوب او دمسلمانانو دځواکمنتیا یوازنی لامل هغه ددوی لارښودان او مبارزین علماء دي
چې داسلامي نظام او مفکورې لپاره یې لومړی خپل ځان او بیا خپله اسلامی ټولنه دهر ډول قربانۍ تر لومړیو کرښو رسولې .
او په اسلامي ټولنه کې دعلماوو درناوی او پر دوی اعتماد ترهر چا زیات وو.
نو دغو غربیانو وویل:
چې داسلامي ټولنې دزوال لامل هم یو ده هغه داچې په یاده ټولنه کې دعلماوو اعتماد ته دپای ټکی کېښودلی شي،
نو له دغه وخته یې په دې اړه خپلې هلې ځلې پیل کړې، ددې لپاره یې هوښیار او ځیرک خلک ځانګړي کړل، تر څو اسلامي علوم په ښه توګه زده کړي ددوی لپاره یې داسلامي ټولنې په څېر ټولنه، مدارس وغيره برار کړل تر څو اسلامي عاداتو او ښویونو سره بلد شي ،او مسلمانان یې دحق علماوو سره توپیر ونشي کړی،
او اسلامي ټولنې ته يې ور داخل کړی، مسلمانانو ته په اسلام کې شکونه، بې اعتمادي او اعتراضونه پيداکړي او همدغسې وشول،
دغه مدارس اوس هم د اروپااو افریقا په لویو وچو کې په ګڼ تعداد موجودې دي.
چې دتقریر، تحریر او مناظرو پر څانګو ویشل شوی،
دتحریر او تصنيف څانګې یې په اسلامي علومو کې دومره کار کړی چې مسلمانان ترې بې دریغه کټه پورته کوي لکه
د”ونسنګ” په نامه مستشرق داحاديثو دتخریج په باب کې دالمعجم المفهرس لالفاظ الحدیث النبويه په نامه دومره غټ کتاب لیکلی چې جلدونه یې ترشلو رسېږې، دغسې د”فنسنګ”په نامه مستشرق دمفتاح کنوز السنة په نامه یو بهترین کتاب لیکلی
او دوی ته مستشریقین ځکه ویل کیږي؛ چې اسلامی هیوادونه دغرب په نسبت په مشرق کې موقعت لري او دوی به مشرقي (اسلامی) علوم زده کول .
داستشراق فتنې په لږ وخت کې ډېر پر مختګ وکړ او ډېر ساده مسلمانان یې په ایښې لومه کې ونیول،
دوخت په تېرېدو سره یې علماء کرامو کلکه دفاع وکړه او په هر ډګر یې وپرزول تردې چې له نست سره یې برابره کړه،
خو دوی اسلامي ټولنه او علماء ترڅارنې لاندې نیولي و کله چې مسلمانان په خپلو منځي اختلافاتو او جګړو بوخت شول او نوې نوې فرقې یې تر منځ راوټوکېدې، نو له فرصته یې ګټه پورته کړه،
یوځل بیا یې مستشرق علماء اسلامي ټولنې ته ورداخل کړل،
خودا وار یې دومره زور واخست چې تېر تاریخ یې بېلګه نه شي وړاندې کولی ورځ تر بلې دپر مختګ په حال کې ده تردې چې زموږ د پوهنتون ډېر داسې محصلین شته چې اسلام داستشراق له لارې مطالعه کوي،
داسلام او استشراق تر منځ توپير نشي کولی،
اسلام دیوه عربي دود او کلتور په نامه پيژني ځکه خو یوه په عامه جلسه کې وویل: که عرب قران لري موږ جرګه لرو، که هغوی حدیث لري موږ متل لرو (مغاذالله)
داهر څه دعلماوو دخپل منځي اختلاف او سستۍ وجه ده،
فروعي مسایلو دومره زور اخستی چې کفر، الحاد،او استشراق غوندې لويې لویې فتنې پکې ورکې دي،
نن مسلمانان دالحاد او استشراق څپاند سېلاب په سر اخستي ،نن له مسلمان څخه خپله اسلامي عقیده په ورکه ده او علماوو يوازې دیته بډې وهلي چې دعا بعد السنة څنګه ردکړي او دبدعت ټاپې دهر مسلمان په تندی څنګه ووهي.


















