ننګرهار: د ګډو ځواکونو په عملياتو کې دوه ملکيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲) تېره شپه ګډو ځواکونو د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ په مملې سيمه کې عمليات کړي، چې پر مهال يې دوه ملکيان وژل شوي دي.

د مملې کلي اوسېدونکي وايي، بهرنيو او دولتي ځواکونو د عملياتو پر مهال د ډیری کورونو دروازې په بمونو الوزولي، د وډيسار د سيمې يو تن چې څه موده مخکې د جګړو له ويرې مملې ته کډه شوی و او هلته يې بزګري کوله وژلی، دغه راز د اشرف په نوم يو کس چې دماغي حالت يې ښه نه و او له ډېرې مودې راهيسې د مملې په بازار کې اوسېده هم وژلی دی.

د مملې اوسېدونکی ضياءالرحمن وايي، ګډو ځواکونو لسګونه ملکي خلک له ځان سره د بنديانو په توګه وړي دي.

تر اوسه په دې اړه د ننګرهار چاروکو څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې هم ګډو ځواکونو د دغې ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې شپږ تنه ملکي کسان د شپني عملياتو پر مهال په ډزو وژلي و. له هغې وروسته يې د خوګياڼو په وزيرټټنګ سيمه کې پر يوې مدرسې چاپه وکړه، په ترڅ کې يې د مدرسې د يوه ښوونکي په ګډون شپږ تنه ووژل شول.

ولايتي چارواکو د چپرهار د پېښې په اړه د پلټنو خبر ورکړی و خو تر اوسه يې د وژل شويو ملکيانو د وژل کېدو په اړه له رسنيو سره معلومات نه دي شريک کړي.

د ټرمپ له نوې تګلارې وروسته امريکا افغانستان ته نور ځواکونه راولېږل او د ځواکونو د واکونو د زياتولو اعلان يې وکړ، چې ورسره شپني عملياتو او په هوايي بريدونو کې د ملکي خلکو په مرګ ژوبله کې هم زياتوالی راغلی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button