نن د عطانور په خوښه بلخ ولايت ته نوی والي معرفي کېږي
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲) ټاکل شوې ده، چې نن پنج شنبه د عطانور په خوښه د بلخ ولايت لپاره نوی والي محمد اسحق رهګذر معرفي شي.
د بلخ ولايت څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي، د سيمه ييزو ارګانونو په وړانديز او د ولسمشر غني په منظورۍ د بلخ ولايت لپاره محمد اسحق نوی والي ټاکل شوی دی.
د بلخ ولايت وياند منير فرهاد وايي، محمد اسحق رهګذر به نن له غرمې وروسته د ولسمشر غني د دوهم مرستيال سرور دانش له لوري د عطامحمد نور پر ځای د دغې ولايت لپاره د والي په توګه معرفي شي.
فرهاد زياتوي، د رهګذر له معرفي مخکې به د دغې ولايت د امنيې قومندانۍ لپاره د کمال سادات پر ځای اکرم سامع معرفي شي.
د يادونې ده، چې تېره ورځ د بلخ جنجالي والي عطامحمد نور ويلي و چې له ارګ سره يې د ځينو مادو په منلو هوکړه کړې او اختلاف يې پای ته رسېدلی دی.
نوموړي وويل، چې د بلخ ولايت لپاره يې درې تنه وړانديز کړي چې هر يو يې له ما کم نه دی او زياته يې کړه چې له دې وروسته به د راتلونکو ټاکنو لپاره سياسي هلې ځلې کوي.
د عطامحمد نور او ارګ تر منځ له تيرو څو مياشتو راهيسې د بلخ ولايت پر سر شخړې روانې وې.
ارګ عطانور له دندې ګوښه کړی و او پر ځای يې انجينير داود معرفي کړی و خو عطانور ويل چې د ګډ حکومت مشران حق نه لري چې له دندې يې ګوښه کړي او د نوموړي د ګوښه کېدو په اړه به جمعيت اسلامي وروستۍ پريکړه کوي.



