له میړونوطلاق غوښتل د دیمکراسۍ ډالۍ–
افغانستان یو سوچه اسلامي اوپه بشپړه توګه د حنفي مذهب په اصولو او بنسټ ولاړ هېواد دی.
له پېله ېې بنسټ اسلامي ایښودل شوی دی، په بېلابېلو وختونوکې پرې یرغلونه وشول، هر یرغلګرخپل کوښښ وکړ چې د ازادې دیمکراسۍ په سیوري کې ېې مذهبي روایات او افغاني کلتورله منځه یوسي خوله نیکه مرغه افغان مجاهد ملت د هر یو یرغلګر دغه ارمان له خاوروسره خاورې کړ.
په افغانستان کې د روسانو د ماتې اوتیښتې عوامل به نور هم وي خو تر ټولو سترلامل ېې دا و چې روسانو د اسلام او افغاني کلتور خلاف په افغانستان کې دکمونیزم نظریه عملي کوله، بغير له هغو افغانانو چې د روسانو په تالي ېې خوړلې وه، نور ټول افغان ولس د کمیونیزم د نظرسره مخالفت ښکاره کړ او پر خلاف ېې راپورته شول.
امریکا هم په افغانستان کې د ازادې دیمکراسۍ ترسیوري لاندې د ښځو د حقوقو لپاره د میلیونونو ډالرو په لګښتونو په یوه اوبل نامه سازمانونه جوړکړل چې پایله ېې د ښځو لخوا د خپلو میړونو څخه د طلاقونو غوښتنې شوې.
دافغانستان په تاریخ کې تراوسه پورې نه دي لیدل شوي چې یوه ښځه دې خاوند ته طلاق ورکړي خو دادی د امریکا په یارانه کې چې لومړی د شمالي ټلوالې او بیا وروسته دکابل مرکز او ولایاتو یو شمیر د خپل مذهب او کلتور پر خلاف افغانانو د غربې دیمکراسۍ په خپلولو هغه څه ته اقدام وکړ چې بې له شرمه نور څه له ځانه سره نه لري.
په کابل کې فامیلي محکمه وايي چې دوی ته د ښځولخوا له خپلومیړونو څخه د طلاق غوښتلو عریضې سپارل کیږي چې تیرکال ېې شمیر څلورچنده زیات شو، یا په ښکاره او ډاګیزه عبارت دوی ته دکابل د ښځو لخوا عریضې ورکړل شوي دي چې خاوندانوته طلاق ورکوي او خاوندانوته دا طلاق ورکول د دیمکراسۍ د اصولو په رڼاکې خپل روا حق بولي.
په کابل کې فامیلي استیناف محکمه وايي چې دوی ته عریضه کوونکې ښځې په خپلوعریضوکې دخاوندانو لخوا د ډول ډول ناوړه سلوک دلایل وړاندې کوي، خو په اصل کې طلاق غوښتونکې ښځې نور نه غواړي چې د خاوندانو په وا ک او اختیارکې پاتې شي بلکې کولای شي د خپلې خوښې سره سم خاوند ته په طلاق ورکولوخپل سرنوشت په خپله وټاکي، څه ډول اوله چاسره يې چې زړه وغواړي هغسې ژوند وکړي.
په کابل کې فاملي محکمه وايي د افغانستان د مدني او فامیلي قانون په اساس، یوه میرمن کولی شي محکمې ته د خپل میړه څخه د خلع، تفریق (جلا کیدو) او له هغه څخه د طلاق غوښتنه وکړي،چې د همدې دلیل او قانون له مخې یواځې په کابل کې تر(۸۰۰) زیاتو ښځو فامیلي محکمې ته له خپلو خاوندانو د طلاق غوښتلو عریضې ورکړي دي.
که په کابل کې روانه دیمکراسي په همدې حال پاتې شی نو په ولایاتوکې به هم له اسلامه ناخبره او دغربي دیمکراسۍ پلوې ښځې له خاوندانو څخه طلاق غوښتلو لپاره فامیلي محکموته عریضې وکړي اوبیا به هغه ښځې چې د اروپا د ښځو دسازمانونو سیلۍ وهلې وي خپل سرنویشت به يې پلار،ورور،تره او خاوند نه بلکې پخپله به ېې ټاکې.


















