سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

د غرنیو او اطرافي سیمو د خلکو لپاره عجیبه زیری

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
مارچ 22, 2018
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
394
ځلې شریک شوی
183
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ابو یاسر افغان

د ابو سعید خدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
د حدیث شریف مفهوم:
داسې وخت به ضرور راځي چې د مسلمانانو قیمتي شتمني به د هغوی میږې(رمې) وي، کومې چې دوی به یې غرنیو او باراني سیمو ته بیایي، هغوی به د خپلې عقیدې سره یو ځای د هغه وخت له فتنو او مصیبتونو څخه لرې تښتي(غرونو او غرنیو سیمو ته به پناه وړي). رواه البخاري

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

په دې حدیث شریف کې تاسو وګورئ د اطرافي خلکو او د غرنیو مناطقو اوسیدونکو ته په کې یو ښایسته بشارت او عجیبه د بریا زیری دی، اوس وخت کې چې د فتنو یوه توده څپه را الوتي او ډېر کمزوري ایمانونه یې له ځان سره یوړل، ډېر ایماندار خلک یې هم په لویو فتنو کې ښکېل کړل، د اطرافي یا کلیوالي سیمو اوسیدونکي د بازاري سیمو د اوسیدونکو په نسبت د فتنو نه خو‍ په امن دي مګر د دې عصر د دجالي لښکرو د ظلمونو او وحشتونو څخه خلاص نه دي. تاسو وګورئ امریکا او د امریکا متحدین تر ډېره حده اطرافي سیمي په نښه کوي، د دې دوه مهمې وجهې دي یوه دا چې د ښارونو خلک اکثریت د دجال په فتنه کې اخته شوي او د زور له استعمال څخه پرته هم کفار ترې خپلې موخې تر لاسه کوي، د دې تر څنګ که په ښارونو کې کومه چاودنه وشي، یا جنګ وشي او یا بمباري وشي، نو د خلکو توجه ورته ژر را ګرځي، ځکه چې د میډیا جال په نړۍ خپور دی په څو ثانیو کې د دنیا یو سر کې خلک د دنیا د بل سر د خلکو د حال څخه خبریږي او دغسې د ځینو خلکو عکس العمل ژر ښکاره کیږي، ((مګر اطرافو کې کیسه برعکس ده، هلته سلګونه او زرګونه خلک وژل کیږي، خو د د نړۍ نور هېوادونه او خلک څه چې ورته نږدې پراته په څو کیلومټرۍ کې خلک د دې حالت څخه په اسانه نه خبریږي او دا د وحشت کیسې همداسې ګونګې پاتې کیږي)) نو په دې خاطر هم دجالي لښکر ښاري سیمي په اسانه نه په نښه کوي، او دویم علت یې دا دی چې د اطرافو خلک ماشاءالله د کفر څخه باغیان او د اصحابو کهفو په څېر د خپل ایمان په فکر کې دي، د اصحاب کهفو کیسه په دقت ولولئ بیا اوسني هغه خلک وګورئ چې د ښارونو او بازارونو څخه لرې په اطرافو او غرنیو سیمو کې د کفارو د تمې خلاف د خپلو ایمانونو په ساتلو توانیدلي دي، همدا شان کفار او د دجال پوځونه زیات تلفات په اطرافي سیمو کې ګالي، د دې لپاره چې اطرافي څڼیور او شډل خلک سرشاره ژوند لري، دا کفارو ته د منلو وړ نه ده، ځکه خو د دوی ډېره هڅه دا وي چې په اطرافو کې حملې کوي، نه یوازې دا چې په افغانستان او وزیرستان کې د دوی د ډرونو طیارو او بمبار الوتکو له لاسه خلک په ارام نه دي بلکې تاسو د صومالیا، یمن او اردن اطرافي سیمي وګورئ هلته هم د یهودي دجالي فریمیسنري جنګي او ډرون طیارې په شدت سره خپلو حملو ته دوام ورکوي دا ټول حقایق د دې ښودنه کوي چې د بازارونو او ښارونو خلک یا خو د دجال په دام کې نښتي دي او یا د نښتو په حال کې دي الا ماشاءالله، مګر د اطرافي یا کلیوالي سرشاره او آزاد طبیعت وګړي لا هم د دجال په سترګه کې سترګې اچوونکي او د نړیوال کفر لښکرو ته ستر خطر دی.
د دې لپاره چې د اطرافو خلک هم د دجال په لومو کې ښکېل شي، دجالي فریمیسنري یا د یهودو نړیوال پټ فعال سازمان په شدت سره هڅه کوي چې د مرستو او بیا رغونې په نوم په کلیوالي سیمو کې خپلې موخې تر لاسه کړي، ښځو ته د درس او عامه پوهاوي په نوم داسې کورسونه خلاصوي چې د ښځو په منځ کې شیطاني افکار ترویجوي، باید ووایم چې د ښځو په منځ فحاشي عامول دا د دجال د فتنو تر ټولو ستره او مؤثره فتنه ده چې نورو فتنو ته پرې لاره برابریږي، همدا راز د مؤسساتو له لارې داسې ډلې هلته لیږي، چې هغوی فقط او فقط دجالي منصوبې او پروژې تطبیقوي هغه که اقتصادي وي، کرنیزي وي یا خوراکي او روغتیایي وي، غرض دا چې دا د شیطان پوځونه دي د مسلمانانو د ګمراه کولو لپاره له مخې، شا، ښي او چپ اړخ نه د مسلمانانو په عقایدو حملې کوي، د مذهبي اختلافاتو تر نامه لاندې یې مذهبي فساد ته هوا ورکړې او مسلمانان یې په عادي او کوچنیو مسائلو د یو بل وینو ته تږي کړي دي.
لنډه دا چې د اطرافي سیمو اوسیدونکي د بازاري او ښاري سیمو د اوسیدونکو په نسبت په دین زیات مئین او قرباني ورکوونکي دي، د ښارونو په نسبت دوی د میډیا له عذابه هم یو څه په امن دي، نو کوم ځای ته چې د رسنیو شیطاني تبلیغات په اسانه نه رسیږي، دجال مجبور دی چې دغو سیمو ته په خپله پوځیان ولیږي، ځکه خو موږ ګورو چې کلیوالي او اطرافي سیمي د دجالي لښکرو د ظلمونو او وحشتونو له امله زیاته قرباني ورکوي، خو ان شاءالله بری به هم د همدغو خلکو وي، څوک چې د اصحاب کهفو په څېر فقط د خپل ایمان او عقیدي د ساتلو په موخه اطرافي سیمو کې اوسیږي یا ورته له ښارونو او بازارونو پناه راوړي.
پای

مخکینې مطلب

نن د عطانور په خوښه بلخ ولايت ته نوی والي معرفي کېږي

بل مطلب

زابل: د کابل- کندهار پر لاره ترافیکي پېښې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com