(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲) د لوګر ولايت د مرکز او محمداغې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې دغې ولايت ته د نويو سيمه ييزو پوليسو (اربکيانو) په ورتګ سره نا امنۍ، غلاوې، د قومي مشرانو او ځوانانو وژنې زياتې شوي دي.
د دغې ولايت په مرکز کې د الياس او مير حمزه په نوم دوو تنو سلام وطندار ته وويل: چې سيمې ته د کندوز او خوست ولايتونو نوي اربکيان ور وړل شوي او په هيڅ راز ظلم زياتي بريک نه نيسي په خبره يې د دوی په راتګ سره هدفي وژنې، غلاوې د ولسي وګړو زورول هم د پخوا په پرتله زيات شوي دي او ټولې کړنې د همدوی له لوري ترسره کېږي.
له بله پلوه د محمداغې اوسېدونکي وايي، د اربکيانو تر ولکې لاندې سيمو کې يې قومي مشران، ځوانان وژل کېږي، په رڼا ورځ غلاګانې کېږي او په ټولو پېښو کې يې سيمه ييز پوليس په لاس لرلو تورن کړل.
دا لومړی ځل نه دی، چې عام خلک د اربکيانو له ظلمونو، غلاګانو او د ولسي وګړو سره له زور زياتي شکايت کوي بلکې تر دې مخکې هم سيمه ييز پوليس په ورته ډول کړنو تورن پيژندل شوي دي.